هیکرانو د امیتابچن پر ټویټر اکونټ برید کړی

هیکرانو د امیتابچن پر ټویټر اکونټ برید کړی

د هندي سېنما د نامتو سېنمايي ستوری او د بالیووډ د بادشاه امیتابچن پر ټویټر اکونټ د نامعلومو هیکرانو له لوري برید سوی دی او د نوموړی د فروپایل د عکس پر ځاي يي د پاکستان د لوموړی وزیر عمران خان عکس راوستي و.

هیکرانو نه یوازی دا چي د نوموړی د ټویټر د فروپایل عکس یي بدل کړي و، بلکي د یو ټویټ په زریعه په هند کي پر مسلمانانو تشدد هم محکوم کړي و، هیکرانو په یو ټویټ کي لیکلي دي:(( د روژي په میاشت پر مسلمانانو د دي له امله برید چي روژه نیسي، په اصل کي د محمد(ص) پر امت برید دي، د هند مسلمانان موږ ته سپارل سوي دي.

همدارنګه هیکرانو په یو بل ټویټ کي د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان د عکس سره د پاکستان سره مینه لرم هم لیکي وه.

د هندي سېنما د نامتو سېنمايي ستوری او د بالیووډ د بادشاه امیتابچن پر ټویټر اکونټ د نامعلومو هیکرانو له لوري برید سوی دی

د بالیووډ د مشهور سېنمايي ستوری امیتابچن ټویټر اکونټ تر ۳۷ میلیونه د زیاتو طرفدارانو له لوري منظمآ تعقبیږي. پاته دی نه وي چي د نوموړی اکونټ تر نیم ساعت وروسته خپل عادي حالت ته وګرځید.


بالیووډ فلمي نړۍ
t