سرپل او فراه کې ۳۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

سرپل او فراه کې ۳۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغان چارواکي په سرپل او فراه ولایتونو کې د پوځي عملیاتو پرمهال د لسګونه وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د سرپل ولایت د خبرپاڼې له مخې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو په ګډون ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د فراه ولایت د بېلابېلو برخو د پاکولو په موخه په سرپل ولایت کې یو لړ ګډ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

سرچینه وایي: د عملیاتو په پایله کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او د د درېیو ډلمشرانو په ګډون ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

همداراز تراوسه د سرپل ولایت ګل تپه، کله ګل، بلوک قشقري او قشقري کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي او دا عملیات به د   طالبانو تر بشپړې پاکونې دوام ولري.

په یو بل خبر کې ویل شوي، چې د فراه ولایت په ځینو برخو کې د ملي پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ په دوه نښتو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

چارواکي وایي تېره شپه وسله والو طالبانو د فراه ولایت د مرکز اړوند په ریګي کلي کې د پولیسو پر امنیتي پوستې برید کړی، چې په ترڅ کې یې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي.

د فراه ولایت مقام د خبرپانې له مخې پولیسو د پېښې له ځایه د چاودېدونکو توکو پنځه بوشکې چې د ترهګرو طالبانو له خوا د ترهګریزو کړنو په موخه ځای پر ځای شوې وې، کشف او شنډ کړې دي.

همداراز د فراه ولایت د مرکز اړوند په شوراباد کلي کې د ملي پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ په یوې ضد حملې کې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

په دې اړه د وسله والو طالبانو نظر نه دی ترلاسه شوی.