ننګرهار:«جنګ بس دی، سوله غواړو»انځوریز نندارتون ترسره شو

ننګرهار:«جنګ بس دی، سوله غواړو»انځوریز نندارتون ترسره شو

په ننګرهار  کې د یو تن انځور ګر له لورې جوړ شوي بېلابېل انځورونه د « جنګ بس دی،سوله غواړو» تر عنوان لاندې په یو ورځنی انځوریز نندارتون ندارچیانو ته وښودل شول .

ننګرهار والي شاه محمود میاخیل  انځورګر انیس څخه مننه وکړه،چې د جلال اباد په ښار کې د ټولنې ټولو ناخوالو ته په کتو یې انخورګري کړې او نن یې خلکو ته د نندارې په موخه له ځآنګړي پيغامونو سره وښودل .

هغه زیاته کړه،نوموړي د محلي توکو چې په کې د خوړ تیږې،خیاطۍ ټوټې،شګې او نور مواد شامل دي،په لوړ فکر سره یې د هغه کسانو چې د نظام جوړونې او سولې لپاره کار کوي،د جنګ،سولې،فقر، غربت او نورو برخو انځورګري کړې ده .

   میاخیل وویل، سینما،رسنۍ،تیاتر،نقاشي او نور ټول په عامه پوهاوي او په مثبت لورې د خلکو په تحرک کې ځآنګړی رول لري او د ټولو هغه کسانو څخه یې مننه وکړه،چې په دې برخه کې کار کوي .

ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د انیس   د هڅونې په موخه هغه ته لارښوونه وکړه،چې خپلې انځورګرۍ ته دوام ورکړي،ترڅو د افغانستان او نړۍ په کچه تر ټولو وتلی انځورګر وپېژندل شي .

د جوړ شوي نندارتون انځور ګر انیس وویل، له کلونو راهیسې انځورګري کوي او د ننګرهار والي په مالي ملاتړ یې د جنګ بس دی،سوله غواړو تر عنوان لاندې نن خپل جوړ شوي انځورونه نندارې ته کېښودل .

هغه وایي،په دې انځورونو کې د ټولنې بېلابېلو ناخوالو،جګړې پر ضد او سولې غوښتنې ترڅنګ د ولسمشر محمد اشرف غني،لومړۍ میرمنې رولا غني،ملي امنیت سلاکار حمد الله محب،کوزې پښتونخوا کې د PTM مشر او غړو،مبارزینو ،شاعرانو ،لیکوالانو او ګڼ شمیر نورو برخو کې انځورګري کړې .

هغه وایي،ننګرهار د سولې کور دی او له همدې ځایه د نړۍ په کچه د خپلې انځورګرۍ له لارې غږ پورته کوي،خو په دې برخه کې د ننګرهار والي او نورو مسؤلینو لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه .

د انځورونو نندارې پر مهال انځورګر انیس بشير يو انځور، چې په کې د سولې پيغام پروت و ننګرهاروالي شاه محمود مياخيل ته ډالۍ کړ.

د یاد نندارتون څخه یو تن لیدونکي عاشق الله وویل،لومړی ځل دی،چې د انځوریز نندارتون څخه لیدنه کوي او خوښي یې وښوده،چې د جګړې پر ضد او د سولې د غوښتنې په موخه د ګوتو په هنر د جوړو شوو انځوریز نندارتون څخه لیدنه کوي.

هغه د سیاسيونو،انځورګرانو،سندرغاړو،شاعرانو او لیکوالانو څخه وغوښتل،چې د سوله ییز فضا د رامنځته کېدو په موخه یواځې د سولې لپاره کار وکړي .



t