د ایف ۳۵ امریکایي الوتکو مقابله؛ چین ورته بې پیلوټه جوړه کړه

د ایف ۳۵ امریکایي الوتکو مقابله؛ چین ورته بې پیلوټه جوړه کړه

چینایي چارواکو خبر ورکړی، چې د چین هوایي ځواک د امریکا د خطرناکو ایف ۳۵ الوتکو د مقابلې لپاره بې پيلوټه الوتکې جوړې کړي.

د روسیي الیوم خبري شبکې ویلي، چې دا بې پيلوټه الوتکه(الهي عقاب) نومیږي.

 ویل شوي، چې دا بې پیلوټه الوتکې مجهز رادار، تجهیزاتي او کشفي سیستم او همدا شان پر لوړو څوکیو د الوتکو وړتیا او نورې پرمختللې ځانګړنې لري.

 د معلوماتو له مخې دغه چینايي بې پیلوټه الوتکې په مجهزو توغندیو هم سمبال دي.

 سرچینې وایي، چې دا الوتکې د نړۍ تر ټولو لوړ پرواز کوونکې بې پيلوټه الوتکې دي.

 تر دې مخکې ګڼ هېوادونه د امریکا له ایف ۳۵ الوتکو څخه وېریدل.

دلیل یې دا و، چې د پینځم نسل د الوتکو په نوم یاد شوې دغه الوتکې ډېرې مجهزې وې او هر چا ته یې خطر پېښولی شوو.

امریکا د دغو الوتکو ۷ سوه دانې په واک کې لري، خو د چین د نوې پیلوټه الوتکې د تولید شمېر نه دی معلوم.




t