اجرایه ریاست یو شمېر ورزشکاران وستایل

اجرایه ریاست یو شمېر ورزشکاران وستایل

د هېواد اجرائيه ریاست د هېواد یوشمېر هغه ورزشکاران وستایل چې له ځانه یې په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې وړتیاوې ښودلې وې.
د دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې په دې مراسمو کې لومړی یوشمېر وزرشکارانو او د هغوی مربیانو خبرې وکړې، د ورزشکارانو ستونزې او لاسته راوړنې یې بیان کړې او له هغوی څخه یې د ملاتړ له امله مننه وکړه.
د هېواد د اجرائيه ریاست  د دفتر رئیس حاجي عبدالقهار عابد د ورزشکارانو هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او ویې ویل، ورزش په هېواد کې د یووالي او ورورګلوۍ وسیله ده. هغه وویل، چې په نړیوال دريځ د افغان لوبغاړو لاسته راوړنې او ستاینې د تقدیر وړ دی.
د اجرائيه ریاست د دفتر رئیس له ورزشکارانو څخه وغوښتل چې د ورورګلوۍ په فضا کې خپلو هڅو او لاسته راوړنو ته دوام ورکړي او حکومت یې تر شا ولاړ دی.




t