دکتابونو مطالعه دڅه لپاره؟!

دکتابونو مطالعه دڅه لپاره؟!

مطالعه دانسانانو دپوهې دکچې په لوړولو او دښولارو دښودلو یوازینۍ وسیله ده، چې دخدای (ج) مخلوقاتو ته دښو لارو لارښونه او دبدوڅخه دمخنيوي کولوسپارښتنه کوي. ددې لپاره مطالعه موږ ته هغه څه را زده کوي، چې له دې مخکې په ډېری څیزونو باندې نه پوهېدلو او په نړۍ کې کومې اختراعګانې شوي او کېږي، هغه دمطالعې او پوهې په برکت رامنځته شوي دي .
مطالعه د حافظې پیاوړتیا کې رغنده رول لوبوي، کله چې دانسان حافظه وده وکړه، نو دموضوع دلاروښانتیا په اړه ښه درک کولای شي، دلوست په برکت فکرونه دمنفي څخه مثبت لوري ته بدلوي. مثبت فکر انسان دبریا ډګر ته رسوي، منفي فکر دانسانانو حافظه له تشویشونو ډکوي. غوره ده، چې تل په مثبتو افکارو ځانونه روږدي کړو او منفي فکرونو نه ډډه وشي .
دلوستنې یوه ګټه داده، چې انسان خودمختاره کوي، هغه څه ورزده کوي، چې دی پخوا ورباندې نه پوهېده، ځکه مطالعه دنويو څیزونو په زده کړه کې ډیره مرسته کولای شي، دژوندانه بدلون یوازې په مطالعې سره شونی دی. دانسان حافظه په مطالعې سره پراختیا مومي، هرڅه چې زده کوي، نوبیا دشننې او تحلیل قوه يې نور هم پیاوړې کېږي . باید په ورځنیو چارو کې مطالعې لپاره وخت ځانکړي کړو او په خپلو کې دلوست کلتور وروزو. لوست نه یوازې موږ ته څه را زده کوي، بلکې دناوړو کړنو او بې ځایه خبرو څخه مو هم ژغوري، ددې لپاره چې ښه وخت مو تېر شي او چاته بدې خبرې ونکړو په خپلو ماشومانو باندې دمطالعې فرهنګ پلي کړو او دښوونځیو درسونو ترڅنګ ورباندې نور کتابونه چې دیني او مذهبي بڼه ولري، ورزده او ويې هڅوو، چې په لوستلو کې وړتیا ترلاسه کړي .
لکه څنګه چې ویل شوي، دانسان ښه ملګری کتاب دی، رښتیا هم دغه ملګری تاسو سره تل وي، دهمدې ملګري په ګټې اخیستنې تاسو نه پریږدي، چې خپګان وکړئ او دغلطوفکر ونو نه مو ژغوري .
دښه ملګري په وسیله په ځان کې اغیزمن بدلون راولو او څه مو چې زده کړي وي، تر نورو يې ورسوو. دمطالعې په ترسره کولو سړی په ځان باورمن کېدای شي، څه يې چې زده کړي وي، هغه په ورځنیو چارو کې ورڅخه ګټه اخلی یا هم ترنورو خلکو پورې په ډاډه زړه رسولی شي.
مطالعه په خلکو کې تېروتنې راکموي، ځکه انسان تل له تېروتنو سره مخ وي، خو دتېروتنو کچه راکمول دغوره او مناسبو کتابونو په ترسره کولو کېږي. دا په دې مانا چې کله انسان په لومړیو کې په څه خبر نه وي ، یا نه پوهېږي دمطالعې په برکت دمخکینۍ تېروتنې په اساس ځان جوړ وي او نه غواړي، چې تېر عمل بیا ترسره کړي. دلوست په وسیله ذهني او رواني فشارونه راکمیږي . ځکه مطالعه کوونکی، چې کله په مطالعې بوخت وي، دیو اجرا شوي عمل په اړه فکر نه کوي او خپله مطالعه کوي، چې په همدې مطالعې سره مخکینۍ کړنه له ذهن يې وځي او د رواني حالاتو نه په امن کې کېږي .
همدارنګه مطالعه انسان دنېشه يي توکو څخه ژغوري، هغه په دې چې دښه پوهېدونکي شخص فکر دښه کړنو لوري ته وي او تل هڅه کوي، چې له بدو کړنو ځان په امن کې کړي . دمطالعې ارزښت په اسلام کې هم ډېر اوچت دی، دتاریخ په اوږدو کې علماو دعلم ، ادب او مطالعې په اړه ډېر تاکید کړي، دعلماو له نظره مطالعه کول یانې ښه پوهېدل، ښه غږېدل او ښه عمل کولو ته وايي. مطالعه دعلم او ادب ته درسېدو یوازینۍ لار ده. دکتابونو لوستل په نفس اعتماد زیاتوي او انسان دې ته چمتو کوي، چې دټولنې دپرمختګ لپاره ښه کارونه وکړي او ځان دیومکمل انسان په توګه ومني. لوست دانسان دشخصیت په جوړولو کې ډېره مرسته کوي، دانسان وقار او عزت لوړوي او په ټولنه کې له نورو اشخاصو په درناوي کې مخکښ په دې وي، چې وګړي ورته دیو پوه شخص په سترګه ګوري .
لوستل، دانسان حافظه قوي کوي، دنړیوالو فرهنګونو نه يې خبروي او مطالعه کول انسان له نړۍ سره نښلوي. نوراځئ؛ چې په ورځ کې که نور نه وي، دکم وخت په لړ کې دوه یا درې ساعته دکتابونو لوست په منظم ډول ترسره کړ و او پایله به يې وګورو، چې موږ په ځان کې څومره اغیزمن بدلون راوستی دی .
لیکنه: شیرمحمدامیني ستانکزی


آدب او کلتور ليکني او ژباړي