د خپلواکۍ او ماشومانو ګډه کلیزه؛ میدان وردګ کې ونمانځل شوه

د خپلواکۍ او ماشومانو ګډه کلیزه؛ میدان وردګ کې ونمانځل شوه

په میدان وردګو کې د ماشوم نړیواله ورځ د افغانستان خپلواکۍ د بېرته اخیستلو سلمې کلیزې په مناسبت ځانګړې شوې وه.

په دغه غونډه کې د میدان وردګو والي  ډګر جنرال مظفرالدین یمین ماشومانو ته د نوموړې ورځې د مبارکۍ تر څنګ په خپلو خبرو کې وویل: د ماشومانو روغتیا، روزنه، تغذیه او زده کړو ته پاملرنه د ټولنی د نېکمرغۍ او کامیابۍ لپاره بنسټیز اهمیت لري او ژمنه یې وکړه: دولت به د ماشومانو د ژوند ښه والي ته پوره پاملرنه کوي.

دغه مراسم چی د غازي محمد کریم خان تالار کې جوړ شوي ؤ، د میدان وردګو والي  یمین سربېره د دولتی ادارو یو شمېر رییسانو، ښوونکو او ګڼ شمېر ماشومانو ګډون کړی وو.

والي  یمین وویل: د ماشوم نړیواله ورځ په داسی حال کی لمانځو چی د سږ کال د هېواد د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو سلمه کلیزه ده، هڅه وکړو تر څو د خپلواکۍ سلمې کلیزې وروسته د یو هوسا، ښیرازه او پرمختللي هیواد جوړولو لپاره مټې راونغاړو تر څو ماشومانو د امن په فضا کې زده کړې وکړي.

د ماشوم د نړیوالی ورځی لمانځغونډی په دې مراسمو کی د کار او ټولنیزو چارو رييس   سمېع الحق الکوزي او د میدان ښار ښاروالې  ظریفه غفاري هم خبرې وکړې او ماشومانو ته یې په ځیرکتیا، پوهنې سربېره خپلو زده کړه ته وهڅول.