کونړ سیند کلنۍ مشاعره ترسره شوه

کونړ سیند کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د کونړ سیند کلنۍ مشاعره نن په دې ولایت کې د زرګونه تنو په ګډون ترسره شوه.

دا مشاعره د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لورې جوړه شوې وه.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریس جنت ګل فدا وویل: مشاعره سږ کال د روژې او ګرمۍ له کبله لږه په ځنډ ترسره شوه.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال له شاعرانو وغوښتل، چې د نیوکو او اصلاحي شعرونو ترڅنګ د سولې د راتلو او د جګړې د غندنې لپاره کار وکړي.

په مشاعره کې شاعرانو مختلف شعرونه وویل، چې د ګدونوالو لخوا بدرګه شول.

کونړ سیند مشاعره له نیږدې یوې لسیزې راهیسې پيل شوې او هرکال ترسره کیږي.



t