د شهزاد محمدي ګواښ: له کرېکټ لاس اخلم

د شهزاد محمدي ګواښ: له کرېکټ لاس اخلم

نوميالي افغان توپوهونکي او وېکټ ساتونکي شهزاد محمد ګواښ کړی دی چې له کرېکټ به لاس واخلي.

هغه دا ګواښ وروسته له هغه وکړ چې کرېکټ بورډ شهزاد محمدي د نړيوال جام له سياليو وويست.

کرېکټ بورډ ادعا کړې چې شهزاد محمدي د ناروغۍ له امله لوبه نه شي کولی، خو شهزاد ويلي دي، رک روغ دی او ده ته دسيسه جوړه شوې ده.

هغه د نړیوال جام لپاره د افغانستان په دوو سیالیو کې ګډون وکړ. افغانستان دواړه سیالۍ سریلانکا او اسټرالیا ته ور وبایللې.




t