پر ژوندانه د سلفي اغېزې

پر ژوندانه د سلفي اغېزې

سلفي په ډېر لږ وخت کې نړۍ کې خورا مشهوره شوه، د نړۍ په لر او بر کې بېلابېلو سيمو کې، منظرو، سيند، غر، کور، واده، پوهنتون، کتاب، هوټل او. . . بېلابېلو توکو سره خلک سلفيان اخلي.

د سلفيانو په اړه مخکې بېلابېل مطالب خپاره شوي دي او په دې اړه روغتيايي، ټولنيزې او مالوماتي څېړنې هم شوي دي.

خليج ټايمز ورځپاڼې د سلفيانو په اړه يو راپور خپور کړی دی او پکې يې ليکلي دي، سلفي له موږ زموږ ژوند اخيستی.

ورځپاڼې ليکلي، سلفي د انسانانو پر ژوند اغېز کړی دی.

ليکوال وايي د لمر د پرېوتو پر مهال د سمندر پر غاړې و ډېره ښه منظره وه خو زما پام تر ډېره هغو گڼو وگړو ډېر ځانته اړولى و چې په ليکه ولاړ د خپلو وو او د گرځنده ټيليفونو سکرينو يا ښېښو ته یې کتل او پر سلفي اخيستو بوخت و.

ورځپاڼې د يوۀ سلفي خوښوونکي خبرې راخيستې چې وايي سلفي د خپلو جذباتو څرگندولو يو خوځښت دى.

خو د ليکوال په وينا بيا هغه وگړو لپاره چې د سلفي د غورځنگ په څنډو کې ناست دي دا ټول بې مانا برېښي.