کونړ سیند مشاعره  او یوتاثر! / شعيب غروال

کونړ سیند مشاعره  او یوتاثر! / شعيب غروال

ټیک لس کاله وړاندې دکونړسیند دمشاعرې بنسټ کیښودل شو، چې تقریبا دکلنیو مشاعرو دلړۍ دپیل کړۍ وه، په لومړیو کلونوکې دډالرګټونکو یارانو په چنده به دکونړ ګوت شمیرو فرهنګی ملګرو مشاعره په ډیر شور اوزور سره ترسره کوله، فرهنګي لوړو هستیو ته به پکې دسرو مډالونه ورکول کیده، میلمانه به یې دلروبر درنې او مخکښې څیرې وې،دپښتو ژبې یادشاعران به ورته رابلل کیده.

 لنډه داچې دکونړ سیند مشاعرې سیال نه درلوده، هم یې رنګ درلود او هم یې خوند، وروسته چې غرضونه اومرضونه شو، کونړ سیند دنشتو امکاناتو له امله وځنډیده، دوخت اطلاعات اوفرهنګ ریاست دمشاعرې دترسره کولو ټټر وواهه، اودوالي وحیدي دامپراطورۍ پرمهال کونړ سیند له اذاد ماحول څخه دربار ته شوه، او زندۍ شوه ، دمشاعرې رنګه بې رنګه شوه.

 د والي کلیمزي وچ کلک دریځ مشاعره دوه پړکه کړه، ځینو په اذاده فضا کې دشعر له اوریدو خوند واخیسته او ځینو بیا په دربار کې دوالي صیب په څنک کې دشعر نه دخوند ذوق خړوب کړه.

 خوسږ کال دځینو لاملونو، سیاسي بوختیاو، دفرهنګي یارانو تش لاسۍ، او دولایت مقام بې غورۍ، خبره جوزا ته ورسوله، او په ډیرلنډ تنګ وخت کې یې تصمیم ونیوو، دمشاعرې دتنظیم لپاره دفرهنګي یارانو په څنګ کې هغوی هم دمشاعرې په سمبالښت کې فکرونه،نظرونه اوعملونه یو کړل چې مزاج یې دشعر اوادب دکاروان له ملګرو بیخي متفاوت و.

 دګرمۍ له امله مشاعره بیا په دربار کې وشوه، خو دولایت مقام په خپلو ګزارشونو اوعالمانه بیانونولږه بې خونده کړه ، بس بیګار وار و تیر شو، نور پسې مه ګرځئ.

 زما ذوق یې نشو خړوبولی ځکه مې دعا ورسره ملګرې کړه، او دولایت مقام اواطلاعاتو فرهنګ له ملګرو مننه چې ستړې یې وګاللې او په لنډ تنګ وخت کې یې دومره تنظیم وکړه، که موذوق نه وي خړوب شوی، يو ښه غزل دترنم یا موسیقۍ سره واورۍ، اوخپل دنیایي کار پسې وکرځئ.

الله مو ښه لره



t