ننګرهار کې د دوه ميليونه افغانيو په لګښت يو جومات جوړيږي

ننګرهار کې د دوه ميليونه افغانيو په لګښت يو جومات جوړيږي

ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ اړوند لسمې ويالې سيمه کې د سعودي عربستان د رابطة العالم الإسلامی خيريه موسسې له لوري د دوه ميليونه افغانيو په لګښت د يو جومات جوړيدو چارې پيل شوې.

د حج اوقافو رئیس مولوي محمد داود مجاهد وويل، چې دغه جومات د سعودي عربستان حکومت او خلکو په مرسته د رابطة العالم الإسلامي موسسې له لوري د دوه ميليونه افغانيو په لګښت جوړيږي، چې لس متره پلنوالی او پنځلس متره اوږدوالی لري.

نوموړي وويل، چې ياد جومات لپاره به يوه د اوبو څآه، د اودس کولو ځای او د ملا امام د اوسيدو په موخه يوه خونه هم جوړه شي.

هغه د سعودي عربستان د رابطة العالم الإسلامي موسسې مسئولينو څخه مننه وکړه، چې په دې سيمه کې يې خلکو ته جومات جوړ کړ.

حج اوقافو رئیس پر حکومت او نورو خيريه موسسې غږ وکړ، ترڅو په دې ولايت کې د جوماتونو او مدارسو ته د ودانيو په جوړولو او ورته د اړينو وسايلو ورکړې په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.



t