ننګرهار – لعلپوره: د سولې او ثبات تر سرليک لاندې مشاعره وشوه

ننګرهار – لعلپوره: د سولې او ثبات تر سرليک لاندې مشاعره وشوه

 

ننګرهار ولایت لعلپورې ولسوالۍ کې ځوانانو ټولنې له لوري د سولې او ثبات تر سرليک لاندې مشاعره تر سره شوه، چې په کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو شاعرانو سربيره د پښتونخوا سيمې شاعرانو هم ګډون کړی و.

د لعلپورې ولسوال نعمت الله نورزي پر يادې مشاعرې خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې دغه ډول مشاعرې او پروګرامونه د سولې او ثبات په رامنځته کېدو کې هيلې زياتوي او د جګړې ښکېلو غاړو ته د جګړې بنديدو په موخه د ولسونو پيغامونه رسول کيږي.

نوموړي له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې د سولې او ثبات رامنځته کېدو او د تشدد لمنځه وړلو په موخه شعرونه ووايي.

د مشاعرې پر مهال د هېواد بېلابېلو سیمو او پښتونخوا څخه راغلو شاعرانو د اختر په مناسبت خپل شعرونه وړاندې کړل، چې د ګډونوالو له لوري يې تود هرکلی وشو.

په شعرونو کې د سولې او ثبات پر اهميت او د جګړې د ناوړه اغيزو او زيانونو په هکله يادونه او ترې کرکه ښودل شوې وه.

دغه مشاعره، چې په ياده ولسوالۍ کې د سيند پر غاړه جوړه شوې وه پر مهال يې د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو، قومي مخورو، ځوانانو، مدني ټولنو استازو او نورو ګډون کړی و.


لعلپوره، مشاعره
t