قابض فکرونه، که متعصب زړونه! عبدالحلیم حلمیار

قابض فکرونه، که متعصب زړونه! عبدالحلیم حلمیار

عبدالحلیم حلمیار

خلک وايي، هر څه چه وهې لنډيږي، خو خبره چه وهې اوږديږي، ځيني وخت انسان مجبوره سي، چه ځيني خبري وڅېړي او ځان پرې پوه کړي، نو په همدې لالچ کي خبره هم اوږده سي او آن کله نا کله پر لوستونکو وغميږي.

په هر صورت راځم خپل اصلي موضوع ته، له څه مودې راهيسي په دولت کي انحصاري سياستونه او قابض فکرونه سخته زيات سوي، تعصب اوج او موج ته رسېدلی، پر لوړو دولتي چوکيو ناست ځيني تقاعد ته جوړ مامورين په اداري فساد کي تر سږمو غرق دي، اخلاقي فساد غوغا کوي، د جګړې لمن د کابل ښار تر دروازو راورسېدل، بېکارۍ او بې روزګارۍ مو سلګونه ځوانان د نړۍ په سمندرونو کي غرق کړل، په مهاجرينو مو دنيا ډکه سوه او په زرګونو افغانان مو د يوې مړۍ حلالي روزۍ د پيدا کولو په جرم په مختلفو هيوادونو کي بنديان دي.

په زياتره ولايتونو کي مو معارف يواځي په سمبوليک شکل پاته دی، کېفيت او کميت دواړه متضرره سوي دي، په هيواد کي د ملي يووالي شمزۍ ته سخته صدمه رسېدلې ده، د ملت او دولت ترمنځ واټن ورځ تر بلي مخ په ډېرېدو دی.

د ملت د اقتصاد ګراف هر ساعت مخ پر رکود روان دی، د وطني حاصلاتو قيمتونه په نا اټکل سوي توګه را ټيټ سول، هوايي او زميني دهليزونو د ګټي پرځای تاوان وکړ.

تجارتي کاروبارونه تر اعلاناتو او شايعاتو پوري محدود سول، د ډيورنډ ملي داعيه مو د اغزن تار باعث سوه او پر سرحد د پاکستان د بمبارد ترڅنګ اغزن تار روان دی.

په کابل ښار کي زورواکي او مافيا حکومت کوي، د جنايي پېښو ګراف صعودي روان دی، ولسمشرۍ ته نوماند نولس نور کانديدان هره شېبه دولت ته د سختو مظاهرو او کودتا الټماټم ورکوي.

زياتي ولسوالۍ او يو شمېر ولايتونه محاصره دي، پر ارګ د فحشا او عيسويت د ترويج تورونه ولګېدل. په ارګ کي دننه د ځيني نورو عناصرو قانون ضد کړني افشا سوې، ډېر مخفي رازونه رابربنډ سول، د ولسمشرۍ ماڼۍ د استخدام قانون مالوم سو.

په وزارتونو کي نظر خپل موقف او وظيفې ته ماشوماني معيناني وټاکل سوې، ملي او سياسي هويت ورک او ګډوډ سو، مقننه قوه مو د قانون سره په مغايرت کي تشکيل سوه، اجرايه قوه کي خو روان کشمکش د لمر په څېر معلوم دی او قضايه قوه هم امثالهم.

په ارګ کي حاکم ټيم پر هرڅه قبضه لګولې او ټولي چاري څو محدود کسان مخي ته وړي، ولسمشر ته فقط د يوې مشخصي کړۍ لخوا په هره لړۍ کي مشوره ورکول کيږي او بس.

د نورو سياسي مشرانو سره په سياسي تصاميمو کي يو ډول پرېکړه کيږي، خو د پردې تر شا بل ګېم چليږي، ملت ته يوه خبره کيږي، خو په ارګ کي بل سريال چليږي.

د همدې ناخوالو په اساس ولسمشر بايد د ارګ پر چارواکو يو مکث وکړي، سړی نه پوهيږي چي څه روان دي؟ وای چي باد نه وي خاشه نه ښوري!

پر ارګ د فحشا او عيسويت د ترويج تورونه ولي د ولسمشر کرزي په وخت کي نه لګېدل؟

پر ارګ دا ډول تورونه بايد په علني ډول و څېړل سي او ملت ته د قضيې جزيات ورکړل سي.

وروستۍ غير عقلاني مقررۍ په غير مستقيم ډول د جنرال احمدزي د خبرو پخلی کوي او ولس يې مشکوک کړی دی.

په نظام کي طفېلي اشخاص بايد محوه سي او د ملت سره د کړي خيانت پوښتنه ترې وسي، د ځينو مشخصو ولايتونو او سيمو سره په حکومت کي دننه د متعصبينو جرړي وايستل سي.

د ولايتونو په حقوقو کي دي عدالت تامين سي، په لوی لاس د نفاق اچونکو مخه ونيول سي او ملت ته د حساب ورکولو لړۍ سريع سي.

د ټاکنو د شفافيت په اړه موجود تشويشونه مرفوع سي، اجتماعي عدالت تامين شي.

او د ملت سره موجود دا ډول په لسګونو پوښتنو ته مقنع ځوابونه ورکړل سي، ترڅو د ارګ حېثيت خو لږ تر لږ اعاده سي، ځکه ارګ د ټول ملت کور دی، نو عزت او بې عزتي يې هم ټول ملت ته


ليکني او ژباړي