زندګي/عزیزالله عزیز

زندګي/عزیزالله عزیز

زه لکه توري په کتاب کې زندګي کومه
خلک راګوري په دریاب کې زندګی کومه

مور مې سجدې کوي دعا یې لامکان ته رسي
خالق مې ژغوري انقلاب کې زندګي کومه

زه لکه روح لکه خوشبو له نظرونو نه غیب
باران دې اوري په ګلاب کې زندګي کومه

جنګ لا روان دی لوپټې د چا له سره لویږي
وژني دا ستوري که مهراب کې زندګي کومه

هره شیبه د سر خطر دی رانړیږي څلي
دوی دي سرزوري زه حباب کې زندګي کومه

عزیزه مه ګرځه د لمر په مدار مرې له تندې
د غلامۍ سیوري پنجاب کې زندګي کومه


زندګي