د سیاست په اړه جالبه کیسه!

د سیاست په اړه جالبه کیسه!

يوه زوی له پلاره پوښتنه وکړه چې سياست يانې څه؟
پلار يې ورته وويل زه به د‌خپلې کورنۍ مثال درکړم
مثلن زه حکومت يم
ځکه چې هرڅه زه ټاکم او تعيينوم يې.
مور دې ټولنه ده ځکه د کور کارونه اداره کوي.
د کور خدمتګاره مو بېچاره ملت ده ځکه سهار تر بېګا کار کوي خو هيڅ هم نلري.
ته روشنفکر يې ځکه درسونه وايې او پوه هلک يې!
وړوکی ورور دې چې دوه کلن دی راتلونکی نسل دی.

چې شپه شوه هلک د شپې نيمه شپه د‌ خپل واړه ورور په ژړا له خوبه راويښ شه چې ورور يې وکوت پرتوګ يې سم ډک کړی او لاس و پښې پکې وهي
هلک د مور و پلار کوټې ته ورغی چې راويښ يې کړي، ګوري چې پلار يې په چپرکټ نشته يوازې مور يې ويده ده.
او مور يې هم په دومره ژور خوبه ويده ده چې هرڅومره غږ ورباندې کوي او ښوروي يې مور يې نه راپاڅېږي.
د خدمتګارې کوټې ته ځي چې هغه راويښه کړي
ګوري چې پلار يې له هغې سره ويده دی!!!!!
سبا سهار يې پلار له زوی څخه پوښتي زويه! پوه شوې چې سياست يانې څه؟
زوی يې وايي
هو! پلاره پوه شوم
سياست يانې دا چې حکومت يې د‌فقير او بېچاره ملت له جېبه شکوي ټولنه په درانه خوب ويده ده.
او روشنفکر چې هره هڅه کوي نشي کولای چې ټولنه رابيداره کړي.
په داسې حال کې چې راتلونکی نسل غ.. کړي او په چټلي کې لاس و پښې وهي .
نور احمد عایل


معلوماتي
t