د اټومي انرژۍ برخه کې ايران افغانستان سره همکاري کوي

د اټومي انرژۍ برخه کې ايران افغانستان سره همکاري کوي

د ايران د اټومي انرژۍ سازمان ويلي دي، دوی چمتو دي چې د افغانستان اټومي انرژۍ له کمېسيون سره همکاري وکړي.

دا خبره د يوه هوکړه ليک د لاسليک پر مهال شوې.

د اټمي انرژۍ ايراني سازمان په يو خپور کړي بيان کې ويلي دي، د افغانستان يو پلاوی ورغلی دی څو اټومي انرژۍ برخه کې له ايران همکاري وغواړي.

ایراني رسنیو د دې هېواد د اټمي ادارې په حواله ویلي چې د انساني ځواک د وړتیاوو په روزلو او د صحت او کرنې په برخو کې د اټمي انرژۍ د کارولو په شمول بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.




t