افغانستان کې لا هم میلیونونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي

افغانستان کې لا هم میلیونونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د افغانستان وضعیت ته په کتلو سره د لته وګړي په جګړه ییزه حالت کې ژوند کوي چې ټول يې د ژوند له لومړیو اسانتیاو څخه بې برخې او په ستونزو کې ژوند کوي.

د جون ۱۲ هرکال په نړیواله کچه د ماشومانو  د سخت کار د مخنیوي په نوم لمانځل کیږي مالومات وايي دا مهال په افغانستان کې ۷،۳ میلیونه ماشومان لاهم  زده کړو ته لاس رسی نلري

دغه ورځ په افغانستان کې پرداسې حال لمانځل کېږي، چې د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، څه باندې دوه ميليونه افغان ماشومان د خپلو کورنيو د اقتصاد چلوونې له پاره په کار بوخت دي چې سم نيمايي يې سخت کارونه کوي.

تراوسه پوري نه هم خیر نهادونو او نه هم دولت داسې ګام پورته کړی ترڅو د وګړو ددې مهم قشر ژوند ته د پام وړ پاملرنه پکښي وشي.

 



t