خوست: سږ کال د غنمو حاصلات ډېر شوي

خوست: سږ کال د غنمو حاصلات ډېر شوي

د کرنې د ځايي رياست مرستيال وايي، دغه ولايت کې سږ کال د غنمو د حاصلاتو کچه پام وړ لوړه شوې ده.

نوموړي ويلي دي، د غنمو د حاصلاتو کچه يو په دوه لوړه شوې.

بل پلو ځايي کروندګر هم له سږنيو حاصلاتو خوښ دي.

ځايي بزګرانو رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، مخکې چې به د چا د غنمو حاصل يو خروار وو سږ کال يې حاصلات يو نيم چند اضافه شوي دي.

د خوست د کرنې ریاست وايي چې د غنمو د راتلونکي کر لپاره ورته ۴۵۰ مټریک ټنه غنم منظور شوي چې په‌دې سره به بزګران وکولای شي په خپلو ځمکو کې اصلاح شوي تخمونه وکري.

سږ کال د افغانستان په ډېری ولايتونو کې حاصلات ښه دي، لوی لامل يې د پرلپسې ورښتونو او واورې ډېروالی ښودل شوی دی.

خو د حاصلاتو د ډېرېدو سره سره د کروندګرو حاصلات مارکېټ نه لري او په ارزانه بيه پلورل کېږي.