د ماشوم زیږولو وروسته د کانکور ازموینه

د ماشوم زیږولو وروسته د کانکور ازموینه

تر اوسه مو په کومو حالتونو کې څنګه ازموینې ورکړې او ستاسو له انده په ناروغي کې به د کا نکور غوندي ازموینه ورکول څومره سخت وي.

یوې ایتوپیايي مور روغتون کې له ماشوم زیږولو وروسته نیم ساعت د کانکور ازموینه کې ګډون کړی او ازموینه يې ورکړې ده.

دا ښځه الماز نومیږي او ۲۱ کاله عمر لري مالومات وايي چې د ازموینې نېټې سره همهاله الماز روغتون کې وه خو کله چې يې ولادت ترسره کیږي نو مجبوره ده سمدلاسه د کانکور ازموینه ورکړي.

هغې ویلي د ولادت له سختي چې خلاصه سوه نو ازموینه ورته ډېره اسانه ده

مېرمن الماز وايي، اوس به د پوهنتون لپاره دوه کلن کورس بشپړوي، له ازموینې خوښه ده او ماشوم یې هم روغ رمټ دی

 



t