ننګرهار: ۱۰۳۶ جریبه ځمکه کې بېلابېل باغونه جوړ شوي

ننګرهار: ۱۰۳۶ جریبه ځمکه کې بېلابېل باغونه جوړ شوي

په ننګرهار ولایت کې د کرنې او خوړو خوندیتوب کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي،ي په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ په مشرۍ په دې ولایت کې د کرنې او خوړو خوندیتوب کمیټې میاشتنۍ غونډه ولایت مقام کې ترسره شوه، چې په کې د بېلابېلو دولتي او مرستندویه ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو.

په دې ناسته کې د مرغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې مسؤل وویل، زر کورنیو ته یې په ګوشتې، کوټ، دوربابا او خوږیاڼو ولسوالیو کې دیرش قطعې هګۍ اچوونکي او دره نور او کوز کونړ ولسوالیو کې پنځه سوه قطعې غوښه لرونکي چرګان پنځوس کورنیو ته ویشلي دي.

نوموړي زیاته کړه،همدا راز یې په سره رود ولسوالۍ کې د ماهیانو د تولید فابریکه جوړه کړې، چې د ۲ میلیونه د ماهیانو د بچیانو د تولید ظرفیت لري.

هغه وایي، د دې ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې په ۱۰۳۶ جریبه ځمکه کې بېلابېل باغونه،په پنځو ولسوالیو کې ۷۹۶ کورنۍ وړې باغچې او پنځو نورو ولسوالیو کې ۵۱ نورې وړې شنې خونې جوړي کړي دي .

سرچینه وايي، غونډې ته د یونیسف ادارې استازي وویل، د خوارځواکه ماشومانو لپاره ۱۲۹ د تقویې مرکزونه یې فعال ساتلي،چې هره اونۍ یادو ماشومانو ته په منظم ډول توکې ورکول کیږي .

په دې غونډه کې د عامې روغتیا استازي ویلي، دیرش سلنه ماشومان او څلوېښت سلنه میرمنې په دې ولایت کې د ایوډین لرونکي مالګې د استعمال څخه محروم دي.

د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ د کرنې او خوړو خوندیتوب کمیټې غړو د ترسره شوو فعالیتونو څخه ستاینه کړې او ټینګار یې کړی، چې د تکراري مرستو څخه مخنیوی وکړي او لا هم بې وزله او مستحقو کورنیو سره ورته مرستې ترسره کړي .


ننګرهار، باغونه