ترکیه او ۸ میلیونه بې روزګاره؛ اردوغان د ځان وژنو مسول وګڼل شو

ترکیه او ۸ میلیونه بې روزګاره؛ اردوغان د ځان وژنو مسول وګڼل شو

د ترکیې د خلق جمهوري ګوند مشر کمال کلچدار د دغه هېواد پر ولسمشر رجب طیب اردوغان سختې نیوکې کړي.

هغه په یوه وینا کې ویلي: اردوغان د ټولو هغو ځان وژنو مسول دی، چې د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله ترسره کیږي.

د نوموړي په خبره حکومت ورځ تربلې د اقتصادي وضعیت د خرابیدو مسول دی.

کمال کلچدار اردوغان یو دیکتاتور او پرځان مېن سړی  ګڼلی، چې د ده په خبره یوازې د خپل شهرت او نوم ویستو فکر ورسره دی او د ترکیې خلک ورڅحه هېر دي.

ده زیاته کړې: ۸ میلیونه ترکان وزګار دي، چې یو میلیون یې له پوهنتون څخه فارغ شوي کسان دي.



t