کندز کې به د غنمو حاصلات ۲۰ سلنه لوړ شي

کندز کې به د غنمو حاصلات ۲۰ سلنه لوړ شي

کندز کې د غنمو د حاصلاتو د ټولولو په درشل کې ارزونې ښیي، چې سږ به ددې ولایت د غنمو حاصلات ۲۰ سلنه لوړ شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې تېرکال په دې ولایت کې په ۱۷۸ زره او ۸۰۴ هکټاره ځمکه کې د غنمو کرکېله شوې وه خو سږ کال ددې ولایت په ۱۹۲ زره او ۹۲۵ هکټاره ځمکه کې غنم کرل شوې ده.

د اصلاح شویو تخمونو کارول، پر وخت کرکېله، د کیمیاوي سرو پرځای استعمال، ښه هوا، پر وخت او ډېر بارانونه، کرنیز عملایتونه ترسره کول، بزګرانو ته فنیي او مسلکي سلا مشوري ورکول او له افتونو او ناروغیو سره هر اړخیزه مبارزه هغه چارې دي، چې سږ کال د غنمو د حاصلاتو د کچې په لوړو کې رغنده مرسته کړې.

ددې ترڅنګ، چې سږ کال له بارانونو سره طوفانونه او سیلابونه هم مل و او کروندو ته یې زیانونه ورسول خو له دې سره سره اټکل کیږي، چې سږ کال به د کندز د غنمو حاصلات ۲۰ سلنه لوړ شي.

کندوز په تېرو څو کلونو کې د سختو جګړو شاهد و، چې دغه وضعیت یې د نورو برخو ترڅنګ کرنې او اقتصاد ته هم سخت زیان واړوه.

 



t