افغانستان له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره د هالینډ له تجربو ګټه اخلي

افغانستان له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره د هالینډ له تجربو ګټه اخلي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی د خپل کار په دفتر کې د اوبو په برخه کې د هالنډ ځانګړی استازی  هینک اوینګ «Henk Ovink» او د هالنډ له سفیر ارنسټ نورمن سره وکتل.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې په دې لیدنه کې دکرنې وزیر د افغانستان د مالدارۍ او اوبولګولو په برخه کې شته فرصتونو او ستونزې له دوی سره شریکې کړې.

سرچینه وایي: هالنډ د اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې ترټولو مدرن او عصري سیسټمونه او په دې برخه کې ښې تجربې لري.

درانی د وچکالۍ، سیلابونو، د سیلابونو د مدیریت او د مالدارۍ او اوبولګولو په برخه کې پر وړتیا لوړولو خبرې وکړې. هغه پر یادو موضوعاتو خبرې اترې وکړې، چې د هالنډ تجربې څنګه کولای شي، چې په یادو برخو کې د افغانستان د ستونزو په هوارولو کې مرسته وکړي.
په دې لیدنه کې د هالنډ ځانګړی استازی  هینګ اوینک وویل کومې تجربې، چې دوی د وچکالۍ د ګواښونو د کچې ټېټولو، د سیلابونو د مدیریت او د اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې لري د کرنې له وزارت سره همکاري کوی.

افغانستان تېرکال سختې وچکالۍ وځپه، خو سږ کال د زیاتو ورښتونو له کبله د دغې ستونزې د کمیدو وړاندوینه شوې ده.