په کابل کې یو باج اخیستونکی ونیول شو

په کابل کې یو باج اخیستونکی ونیول شو

 

د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې پولیسو یو وسله وال غل او باج اخیستونکی نیولی دی.

سرچینه وايي، د کابل د دیارلسمې امنیتي حوزي پولیسو یاد کس نیولی.

د کورنیو چارو وزارت په وینا دغه شخص له څه وخت راهیسې د کابل ښار له دریالسمې، شپږمې او اتلسمې ناحیې نه به وسله والې غلاوې او له خلکو باج ګیري کوله.

له نیول شوي کس یو میل سلاح، یو پایه مخابره او یو حلقه ولچک هم ترلاسه شوي دي.

 

 


باج اخیستونکی