بغلان: بزګرانو ته د زعفرانو پیاز او کرنیزې کڅوړې ووېشل شوې

بغلان: بزګرانو ته د زعفرانو پیاز او کرنیزې کڅوړې ووېشل شوې

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت پر یو شمېر  بزګرانو د زعفرانو څلور زره او ۵۰۰ کیلوګرامه پیاز او کرنیز کڅوړې وېشلي دي.

د بغلان د کرنې ریاست په خبره د زعفرانو وېشل شوي پیاز ددې ولایت په ۸ ولسوالیو کې د زعفرانو د ننداریزو قطعو د جوړولو په پار وېشل شوي دي.

په وروستیو کې افغانستان د زعفرانو ډېرکر او ترویج ته خپله پاملرنه زیاته کړې.

په وروستیو څو کلونو کې دغه کرنیز تولید په افغانستان کې ښه حاصل ورکړی او چارواکي یې هیله من کړي، چې زعفران به د کوکنارو د کر ښه بدیل ثابت شي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویلي، چې په نیږدې شلو ولایتونو کې یې د زعفرانو کر ته پاملرنه کړې ده.
کروندګر په دې کار خوښ دي، خو وایي په نړیوال مارکېټ او په کوردننه دې د افغان زعفرانو په نوم د ایراني بې کیفیته زعفرانو مخنیوی وشي.
د دوی په وینا ایراني زعفرانو د افغان زعفرانو نوم بد کړی او هم یې بازار کې ورته تاوان اړولی.