د قزاقستان ټاکنې؛ واټ سپ او ټلګرام وتړل شول

د قزاقستان ټاکنې؛ واټ سپ او ټلګرام وتړل شول

د قزاقستان چارواکو په دې هېواد کې د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کیدو سره سم د واټ سپ او ټلګرام ټولنیزو شبکو پر استعمال بندیز لګولی.

له دغه هېواده په رسیدلو راپورونو کې ویل شوي، چې دغه ګام د ټاکنو اړوند د ممکنه اعتراضونو د مهارولو په موخه اخیستل شوی.

چارواکو رسماً دا موضوع تایید یا رد کړې نه ده.

خو مخالفینو یې نړیوالو رسنیو ته ویلي، چې دغه کار د بیان ازادۍ او مدني حقونو د محدودیت لپاره شوی.

قزاقستان هغه هېواد دی، چې د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو په شان پکې بشري حقونه تر ډېره نقض او د بیان ازادي محدوده ده.

دغه هېواد له اوږدو لسیزو وروسته تېره یکشنبه د موقت ولسمشر او یوه بل نوماند ترمنځ د ولسمشریزو ټاکنو شاهد و.

معترضان وایي، چې موقت ولسمشر د نوماند په توګه د څرګندیدو حق نه درلود، خو اوس یې چې رایو ته ځان کاندید کړی، پراخې درغلۍ یې کړي.



t