ترکیه: دوه امنیتي سرتیري یې ووژل شول

ترکیه: دوه امنیتي سرتیري یې ووژل شول

 

د ترکیې د تونجعلي ولایت په مربوطاتو کې  د وسله والو لخوا ددغه هیواد پر امنیتي ځواکونو  برید شوی.

د ترکي رسنیو له لورې د ترلاسه شو معلوماتو له مخې  وسله والو ترهګرو هله پر امنیتي ځواکونو برید وکړ چې  هغوی پر تصفیوي عملیاتو بوخت ول.

د برید نه وروسته نښته پیل شوې چې په ترڅ کې  دوه تنه وژل شوي او دوه ټپیان دي.

د ټي ار ټي رسنۍ وايي، امنیتي ځواکونو په ترهګرو تسلیم  شئ د غږ او خبرداري سره سره  ترهګرو  ډزو ته دوام  ورکړ.

ترکیې رسنیو په دې نښته کې وسله والو ترهګرو ته هم د ډیر زیان اوښتو خبره کړې. خو مشخصاً يې نه دي لیکلي چې څه زیان ور اوښتی.

 

 


ترکیه، نښته
t