د ترکیې او امریکا ناندرۍ؛ ترکیې بیا د ګولن ورسپارل غوښتي

د ترکیې او امریکا ناندرۍ؛ ترکیې بیا د ګولن ورسپارل غوښتي

د ترکیې او امریکا د ناندریزو اړیکو په درشل کې ترکیې یو ځل بیا له امریکا غوښتي، چې فتح الله ګولن ورته وسپاري.

ګولن د ترکیې د حکومت مخالف دی، چې د اردوغان د حکومت له لورې څو کاله مخکې د ناکامې کودتا په هڅو هم تورن شو.

هغه په امریکا کې دی او امریکا یې څو ځله ترکیې ته د سپارلو غوښتنه رد کړې ده.

تازه غوښتنه د ترکیې د عدلیې وزیر عبدالحمید ګل امریکا ته د سفر پر مهال کړې.

نوموړي له خپل امریکایي سیال ویلیام بار سره لیدلي او ویلي، چې د ګولن سپارل ورته ضرور دي.

امریکایي چارواکو په دې اړه کوم ځواب نه دی ورکړی.

ترکیه او امریکا له روسیې څخه د ترکیې لخوا د توغندیو د پېرلو په سر سخت سره وران شوي.

امریکا د دغو توغندیو د پېرلو له بله پخپله خاوره کې د ترکي پیلوټانو روزل درولي.