سوهانا خان؛ په ټولنیزو رسنیو کي د ډېرو مینوالو پام ځان ته اړولی دی

سوهانا خان؛ په ټولنیزو رسنیو کي د ډېرو مینوالو پام ځان ته اړولی دی

د بالیووډ د تکړه او نوموتي سېنمايي ستوری شارخ خان لور سوهانا خان په ټولنیزو رسنیو کي د سېنما د ډېرو مینوالو پام ځان ته اړولی دی. د نوموړې تازه ویډیو چي د کالج په یو ملمستیا کي  پر سټیج  ډانس کوي، په ټولنیزو رسنیو کي ډېر لاس په لاس کېږي.

سوهانا خان چي په نږدي راتلونکي کي به د بالیوود په یو فلم کي راښکاره سي، مخکي تر دي چي په سېنمايي نړي کي قدم کيږدي، په خپل ښایسته پوسټونو د ډېرو مینوالو پام ځان ته اړولی دی او د هغوي زړونه یي ګټلي دي.

شارخ خان هم مخکي د خپل لور او زوی په اړه په یو اعلان کي ویلي وه، چي زوي یي ارین خان نه غواړي یو سېنمايي ستوری سي، بلکي غواړي یو مشهور فلم جوړونکي سي، نوموړي د خپل لور سوهانا خان په هکله هم ویلي وه چي نوموړې د فلمونو سره علاقه لري او غواړي سېنمایي ستورې سي.

پاته دي نه وي چي سوهانا خان اوس مهال په انګلیستان کي په زده کړو بوخته ده او چي کله یي زده کړي ختمي سي، فلمونو ته به مخه کړي.



بالیوود فلمي نړۍ
t