دوستم خلک په ټاکنو کې پراخ ګډون ته وهڅول

دوستم خلک په ټاکنو کې پراخ ګډون ته وهڅول

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم، چې له څه مودې راهیسې بیرته د هېواد شمال ته ورغلی، خلک یې په ټاکنو کې د ګډون او رایه ورکونې لپاره نوم لیکنې ته هڅولي.

د دوستم اړوندو خبري سرچینو نن هم له ولسي خلکو سره د هغه د غونډو انځورونه او راپورونه خپاره کړي.

دوستم له خلکو غوښتي، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې پراخه برخه واخلي.

هغه همدا شان د ګډون ترڅنګ د ټاکنیز بهیر د ښه نظارت غوښتنه کړې.

جنرال دوستم په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډاکټر عبدالله  ټاکنیز ټکټ ملګری دی.

هغه دغه ټکټ ته د خپل دفتر ریس عنایت الله بابر فرهنمند د لومړي مرستیال په توګه معرفي کړی.