اصغر افغان او مينه والو ته یي آئينه/ استاد احسان شورش

اصغر افغان او مينه والو ته یي آئينه/ استاد احسان شورش

 

اصغر افغان چى پخوانى نوم ي اصغر ستانکزى او تر هغى پخوا نوم ي اصغر سلام خيل وو ۳۱ کاله او ۱٦۵ ورځى عمر لرى. په افغان لوبډله کى د ښى لاسى توپ وهونکى دنده په ميډل ارډر کى پر مخ وړى. نوموړى خپله لومړى شل اووريزه لوبه په اول د فبرورى ۲۰۱۰ کال د ايرلينډ په خلاف لومړى يورځنى لوبه ي په ۱۹ اپريل ۲۰۰۹ کال کى د سکاټلينډ په خلاف او د لومړى د ټيسټ لوبه ي د هند په خلاف په ۱۴ جون ۲۰۱۸ کال کى تر سره کړه. تر دى دمه ي ۵۹ شل اوريزى ۱۰۲ يوورځنى او ۲ د ټيسټ لوبى تر سره کړى. نوموړى تر دى مهاله د افغانستان ملى لوبډلى، اموريجين، کابل ايګلز، محمدن سپورټس کلب، کابل ريجين، قندهار نايټس داخلى لوبډلو او مراټه عريبينز خارجى لوبډلى په ګټه لوبيدلى.

نوموړى ته د فبرورى په مياشت ۲۰۱۵ کال کى د لوبډلمشرى ستر مسوليت وروسپارل شو. څرنګه چى اصغر افغان د ټينس بال د لوبو څخه په مستقم ډول لوبډلى ته د تاج ملوک عالم له حوا راوستلى شوى وو او د کلب ليول کرکټ، فارسټ کلاس کرکټ تجربه ى د پام وړ نه وه نو ځکه په ټيم کى ي د پام وړ کارکردګى نه ليدل کيده.

د نوموړى د منډو اوسط په شل اووريزو لوبو کى ۲۱.٦ او سټرايک ريټ ي ۱۰٦.۵ دى، همدارنګه په يو ورځنى لوبو کى ي د منډو اوسط ۲۳.۹ او سټرايک ريټ ي ٦۴.۸ دى په ټيسټ سياليو کى ي ۳۴.۳ او سټرايک ريټ ى ٦۴.۸ دى.د نوموړى اوسط د منډو او سټرايک ريټ هيڅ د پام وړ او د لوبډلى د درد دوا نه دى. که په پرتليزه توګه وګورو نو د ويرات کهولى د منډو اوسط په شل اووريزه، يو ورځنى او ټيسټ سياليو کى په ترتيب سره ۵۰.۳، ۵۹.۳ او ۵۳.۸ دى. کم چى په شل اوريزو، يو ورځنيو او ټيسټ سياليو کى په ترتيب سره داصغر څخه ۲۸.۷ ، ۳۵.۴ او ۱۹۰۵ اوسط سره لوړ دى. چى دغه تفاوت نه پرتله کونکى دى. که څه هم د اصغر د منډو اوسط په ټيسټ سياليو کى د شل اوريزه او يوورځنى سياليو په نسبت ښه دى اصلى لامل ي دا دى چى په ټيسټ کى صرف دوه سيالى تر سره کړى دى. ښاغلى اصغر نه يواځى په توپ وهنه کى کمزوى او د لوبډلى د درد دوا شوى نه دى په ډګر ساتنه کى د لوبډلى لپاره سر خوګى جوړ شوى. نوموړى د فيټنس د نه شتون له وجى په توپ پسى چټکه منډه نه شى وهلى، توپ پسى ځان غورځونه ي هيڅ نه ليدل کيږى او تل ي د لاس څخه توپ وتلى او اضافى منډى ورکړى.

همدارنګه اسانه کيچونه باربار ليدل کيږى چى له نوموړى د لاسونو پريوزى. د ثبوت په توګه بايد ووايم چى نوموړى تر دى مهاله په يورځنى سياليو کى صرف يو لوبغاړى په منډه سوزولى او په ټيسټ او شل اوريزه لوبو کى ي هيڅ کوم لوبغاړى په منډه ندى سوزولى،حال دا چى نوموړى په دايره کى ډګر ساتنه کوى چى په دغه پوزيشن ولاړ لوبغاړى د ډير چانس لرى چى لوبغاړى رن اوټ يعنى په منډه وسوزى. نوموړى تر دي مهاله په يورځنى لوبو کى ۲۴ او شل اوريزو کى ۱۷ کيچونه نيولى که په پرتليزه توګه وګورو نو اصغر افغان هر ۹ ميچونو کى دوه کيچونه نيولى ولى مهيله جيوردنا سريلنکاى لوبغاړى هر ۹ ميچونو کى تقريباً ۱۸ کيچونه نيولى. اصغر افغان ويکټ ساتنه کى هم خپل بخت ازمايلى خو تر اوسه هيڅ کوم سټمپ نه لرى. بله اړينه موضوع دا ده د اوپنګ او ميډل ارډر توپ وهنکو ته زياته موقع مسايده وى تر څو د لوبى د غوره لوبغاړى جايزه تر لاسه کړى خو ښاغلى افغان په دى برخه کى هم د پام وړ لاسته راوړنى نه لرى. نوموړى تر دل دمه په شل اوريزو سياليو کى هيڅ کوم دغوره لوبغاړى جايزه نه لرى. همدارنګه په ټيسټ او ورلډ کپ کى هم د شل اوريزو سياليو په څير د غوره لوبغاړى هيڅ کومه جايزه نه لرى. په يو ورځنى لوبو کى صرف د غوره لوبغاړى يوه جايزه لرى هغه ي هم د سميع الله شينوارى د اصغر له خوا قصداً رن اوټ شو او غوره لوبغاړى جايزه واخسته کنه نو د جايزي حق د سميع الله شينوارى کيدو. همدغه ټول لاملونه دى چى اصغر افغان د غټو غټو ليګونو لکه اي پى ايل ،بيګ باش، کريبين ليګ او دى ته ورته ليګونو توجو ځان ته نه ده اړولى.
ښاغلى افغان چى په توپ وهنه، ډګر ساتنه او ويکټ ساتنه کى خپل بخت ازمايلى تر ناکميدو ورسته ي توپ اچونى ته هم مخه کړى چى د نور برخو لکه توپ نيونى، توپ وهنى، ويکټ ساتنى په څير د توپ اچونى په برخه کى هم ورسره بخت يارى نه ده کړى. نوموړى په ۱۰۲ يورځنى لوبو کى صرف د ۳ لوبغاړو په شل اوريزه کى د يو لوبغاړى او ټيسټ د هيڅ کوم لوبغاړى په سوزيدو نه دى بريالى شوى.

سربيره د دومره بيکاره کارکردګى نوموړى ته د کپتانى دنده سپارل د کرکټ بورډ د وخت د چارواکو په بى کفايتى دلالت کوى. نوموړى که څه هم د لوبغاړى په صفت په لوبډله بوج او د انګور د تاق حيثيت ى لرلى همدغه رنګ ي کپتانى د افغانستان لوبډله کالونه کالونه شاته يوړه. که څه هم د نوموړى په کپتانى کى زيات ميچونه ګټل شوى خو په نشتون کى له دى زيات ميچونه ګټل کيدى شول او ټيم اينده هم تضميندلى شوه. چى ښي بيلګى په لاندى ډول دى.

نن چى افغان لوبډله پياوړى توپ وهونکى نه لرى ټول مسوليت ښاغلى اصغر افغان ته راجيح کيږى .که څه هم موږ ته په ميډل ارډر کى د کلاسيک او ټيکنيکل توپ وهونکى په کار وو خو اصغر دغه حق په خپل ورور کريم جنت وخوړ. کريم جنت په يورځنى سياليو کى د منډو اوسط ۹ او شل اوريزه کى ي د منډو اوسط ۱۳.٦ دى. که په پرتليزه توګه وګورو بهير محبوب په فرسټ کلاس کرکټ کى په ۲۱ سياليو کى ۸ سليزى او ٦ پنزوسزى لرى د منډو اوسط ي خورا حيرانونکى ۷۷.۹۲ دى .

خو د اصغر افغان له امله چى تل ي کريم جنت او ناصر جمال ته موقع ورکړى نو بهير محبوب ته په کومه نړيوالى يورځنى لوبه کى تر دا دمه موقع نه ده ورکول شوى. بهير محبوب او هغه ته ورته لسګونه لوبغاړى چى د افغان لوبډلى د ملا د تير حيثيت ي درلودى شو حق کى خورا ظلم شوى او همدا لامل دى چى ميډل ارډر مو ورځ تر بلى کمزرى کيږى. په اوپنګ کى ي بار بار احسان جنت ته چانس ورکړى چى د عثمان غنى، نور على او هغوى په څير په لس ګونه ځوانانو حق خوړى.

همدا وجه دى چى اوپنګ کى هم ستونځى وجود لرى. هغه فنشرز چى په اخر اورونو کى ي ښي لاس ته روړنى درلودى شوى د هغو د توپ وهنى پوزيشن ي تغير کړى چى په ټيم ى منفى اغيزى شته. په بالنګ کى ي د وفادر مومند او شريفى او دى ته ورته لوبغاړو حق خوړلى په الراونډرانو کى د ميرويس اشرف سره بلا زياتى کړى. همدارنګه به د پردى تر شه ډيرى لوبغاړى وى چى اصغر افغان ي حق خوړلى اوسى. همدا لاميلونه دى چى سره د دومره استعداد لرونکو لوبغاړو چى نړى کى ثانى نه لرى شاتګ کوو.

دغه پورته ټولى هغه ستونځى وى چى جبراندلى شوى خو اصغر چى تر کومه لوبډله کى موجود وو نو زخم وو خو د لوبډلى څخه تر جلا کيدو وروسته د لوبډلى لپاره ناسور وګرځيدو. هغه مرداره پديده چى افغان لوبډله کى نه وه موجوده هغه د بى اتفاقى تخم ي هم لوبډله کى وکرلو. که چرته د دغى ناسور غم کرکټ بورډ ونه خورى پاتى دى نه وى چى افغان لوبډله ژر تر ژر له منځه لاړه او شته حيثيت د لاسه ورکړو. که اصغر افغان هيواد ژمن واى او د شخصى ګټى نه ورته هيوادنى مينه مهمه وه هيڅ کله به ي په لوبډله کى نفاق نه اچولو بلکه د کرکټ د فيصلى احترام به ي کړاي واى لکه څنګه چى دهونى ويرات کهولى ته کپټنسى تسليم کولو ورسته کهولى سپورټ کړ داسى به ي ګلبدين هم سپورټ کړاى واى.

بي ويلو د پاتى نه شى چى د ګل بدين هم د کپټنسى لياقت نه لرى حتى لوبډله کى ي ځاى په سختى جوړيږى خو بيا هم بايد اصغر تر اخر حده سپورټ کړى واى . د کپتان په توگه راشد، نبى او شهزاد کى يو تن په کار وو. د شهزاد ورستى څرګندونى دا په ډاګه کوى چى ټيم کى نفاق د اصغر د وجى دى. شهزاد چى کومى سرګندونى کړى هغه ي له درده کړى او سزا ي وليده چى د ورلډ کپ نه لرى شو بورډ بايد نوره سزا ورنکړى او د خبرو د لارى بايد شهزاد، راشد، نبى او ځينى نور لوبغاړى پوه کړاى شى چى دوى نه اصغر ته لوبه کوى نه ګلبدين ته بلکه هيواد ته لوبه کوى او هيوادنى مينه او د مينوالو د زړه درد دى پام کى ونيسى. د کرکټ بورډ ورستى ټولى پريکړى د افغانستان د کرکټ د بقا او پرمختګ لپاره ارزختناکى دى بايد ملاتړ ى وشى صرف او صرف د بى ځايه چکرو او مصارفو نه بايد کرکټ بورډ خوددارى وکړى .
د پرمختللى افغانستان په هيله.


ورزش، اصغر افغان
t