د هدفي وژنو تر شا د چا لاس کېدای شي؟

د هدفي وژنو تر شا د چا لاس کېدای شي؟

عزیز چوپان

په خواشینۍ سره چې افغانستان دا مهال له ډېرو سختو ننګونو سره مخ دی. تر کومه چې زموږ پر هېواد د بهرنیو تاړاکونو خبره ده؛ نو دا زموږ د هېواد په تاریخ کې څه نوې خبره نه ده، د مقدوني سکندر له تاړاکه یې را واخله تر دا ننه پورې زموږ هېواد بیا بیا له تاړاکونو سره مخ دی؛ خو توپیر دا دی چې هغه وخت به له یوه لوري یو تاړاک راغی؛ خو دا ځل په حقیقت کې په لسګونو تاړاکونو په یوه ځل زموږ پر خاوره یرغل راوړ، تر څلوېښتو زیاتو هېوادونو خو خپل ځواکونه زموږ پر خاوره را مارش کړل او د سیمې او ګاونډ هېوادونه بیا که مستقیم نه وي، په نامستقیمه توګه دلته خپلو مداخلاتو ته دوام ورکوي، چې دا پټې لاسوهنې چې اوس ډېرې پټې هم نه دي پاتې، تر ښکاره هغو ډېرې خطرناکې دي.

په دغه دوران کې چې کومې ننګونې زموږ ولس ته متوجه دي، یوه هم پکې هدفي وژنې دي. پښتانه وایي: «سل دې ومره، د سلو سر دې مه مره» نو اوس زموږ دښمنان غواړي چې زموږ سرونه را نه واخلي او دا د یوه قام او ولس د نابودولو یوه ډېره خطرناکه او په عین حال کې اسانه طریقه ده. پر هغه چا چې خلک را ټولیدای شي، د هغه چا چې غږ یې اوریدونکي لري او هغه چې د ولس د رهبرۍ دا که په هر کچ وي، صلاحیت لري باید په فزیکي ډول حذف کړای شي؛ نو چې له فزیکي اړخه حذف کړای شو، د هغه داعیه، د هغه غږ او د هغه د رهبرۍ صلاحیت ورسره له منځه ولاړ شي.

په همدې تېره روژه کې په کابل ښار کې زموږ څو تنه دیني عالمان شهیدان کړای شول او تر هغې د مخه هم دا ډول علما او نور با نفوذه کسان ووژل شول. اوس مهمه دا ده چې کله دغسې کومه بوږنوونکې پېښه را منځته شي؛ نو د ډېرو ذهن د دولت د وسله والو مخالفینو خوا ته ولاړ شي چې ګویا دا خو د هغوی کار دی. په دې کې شک نشته دغسې موارد به هم وي چې یو څوک د هغوی له خوا یا د هغوی په اشاره ووژل شي؛ ځکه د هغوی سر هسې هم په ټولو دی، د هغوی خو قضاوت، عدالت او انصاف دا دی چې نصاراو سره د سولې مذاکرات کوي؛ خو یو مسلمان پر دې وژني چې تاسو کومه رښتیا خبره کړې ده؛ نو دا دې ولې کړې ده؛ خو داسې هم نه ده چې په دې هر څه کې هغوی د خیل وبولو اونور هغه ټول لوري چې په دغسې خونړیو پېښو کې لاس لري، له یاده وباسو. مخالفین زیاتره د هغو پېښو مسؤولیت هم پر غاړه اخلي چې دوی یې عاملین وي؛ خو ډېر ځله یوه خونړۍ پېښه وشي، یا هدفي وژنه وشي؛ خو هېڅوک یې پړه پر غاړه نه اخلي.

د حکومت خو تر ټولو د مخه مسؤولیت دا دی چې هغ د

علاج واقعه قبل از وقوع باید کرد

په حکم د دغسې پېښو مخنیوی وکړي، او که بیا احیاناً یې په ځینو مواردو کې له مخنیوي نه عاجزېږي، بیا خو دې یې پلټنه وکړي او د خپلې پلټنې نتایج خو دې له ملت سره او لږ تر لږه له میډیا سره شریک کړي چې په دې پېښه کې د پلاني شخص یا ګوند یا مافیايي کړۍ یا زورواکي، یا غله، غاصب او داړه مار لاس و او په دوهم قدم کې باید د هغه کس یا مرجع پر خلاف اقدام وکړي، حال دا چې حکومت همدا اوریدلي چې:

«شېخ فریده، پټه خوله دې بهتره ده»

حکومت هم د دغسې پېښو د مخنیوي مسؤول دی او هم د وقوع په صورت کې د عامل یا عاملینو د پيدا کولو او د قانون منګولو ته د سپارلو؛ خو حکومت تر اوسه د حکومت په توګه عمل نه دی کړی. دا خو منو چې حکومت د بهرنیانو پر وړاندې عاجز دی، هغوی چې هر څه وایي باید ومنل شي؛ خو د دغسې پېښو د عاملینو پر خلاف باید یو جرأتمندانه اقدام وکړای شي او د دغسې پېښو د تکرار مخه و نیول شي. که یې د دغسې پېښو له پیله شروع کړو؛ نو دا به را ته جوته شي، چې زموږ ډېر د سر سړي یې را نه واخیست دغسې پېښې او بیا یې تسلسل د یوه ملت لپاره ډېرې ناوړې پایلې لرلای شي. دا د حکومت مسؤولیت دی، باید په هره بیه چې وي مخه یې ونیسي. په خواشینۍ سره کلونه کلونه وشول چې دا لړۍ روانه ده او د مخنیوي له پاره یې اقدام نه کېږي. دا یواځې د جومات یو امام نه دی چې وژل کېږي؛ بلکې قومي مشران، سیاسیون او ان چې کله ان زموږ د امنیتي لیکو په منځ کې یو سترګور خواخوږی پیدا کېږي، د هغه د حذف هڅه کېږي، یو ډېر ښه مثال یې جنرال زړور زاهد دی؛ خو د هغه د شهادت په باب نه لازمې څېړنې وشوې او که وشوې نتایج یې له ولس سره شریکې نه کړای شوې. زموږ ډېر بیدار کسان چې په کوم حساس ځای کې وټاکل شي، لومړی خو یې د تطمېع هڅه کېږي؛ خو چې هغه بیا دې کار ته غاړه کښېنږدي بیا یې د حذف هڅه کېږي. دا حالت ډېر خطرناک دی، حکومت په دې اړه مسؤولیت لري، باید ډېر جدي ګامونه پورته کړي، او مخنیوی یې وکړي. د دغسې پېښو تر شا که کوم بهرنی لاس هم وي، کیدای شي، د دولت تر سیوري لاندې کړیو په وسیله عملي شي. که چېرې حکومت د دغسې پېښو په اړه چوپ پاتې شي دا لړۍ به دوام مومي او کړۍ یې پراخیدای شي. د بېلګې په توګه په همدې تېره روژه کې مشهور خطیب او مفتي مولوي سمیع ا… ریحان ته د جومات په منبر کې بم اېښوول شوی و او په ډېر اسانه یې هغ شهید کړ، په هغه پسې په همدې کابل کې مولوي حقاني شهیدا کړای شو، له هغه سره کومې لښکرې وې؛ خو فقط د منبر پر سر یې کومه رښتیا جرأتمندانه خبره کولای شوای او د حالاتو یو سهي انځور یې د خلکو مخې ته اېښودلای شوای؛ نو که خبره همداسې وي حالات به نور هم خراب شي.

د دغسې اقداماتو نتیجه دا کیدای شي او داسې پیغام لرلای شي، چې یو دیني عالم او خطیب دې ریښتیا نه وايي، یو لیکوال دې ریښتیا نه لیکي، یو سیاستوال دې د هېواد په ګټه یو روښانه دریځ نه نیسي، یو قومي مشر دی د هېواد له ګټو نه دفاع نه کوي. دا په حقیقت کې د حق او باطل یوه ډېره خطرناکه جګړه ده، چې هره ورځ یا هره اوونۍ یا هره میاشت له موږ نه زموږ شخصیتونه اخلي. تر اوسه پورې زموږ خواخوږيو علما‌و، قومي مشرانو، سیاستوالو او نورو ډېر جرأتمندانه دریځونه نیولي، او دغسې تهدیدونو ته نه دي تسلیم شوي، شهید یې ورکړی، خو بیا هم لګیا دي رښتیا وایي او د هیواد د ګټو او ارزښتونو دفاع کوي، د هیو د غسې اقدام او دغسې دریځنیونه د ستایلو وړ ده. په حقیقت کې هېواد، د هېواد ارزښتونه او سرې کرښې همدغسې سرښندونکو شخصیتونو ساتلي دي، ډارن، په نورو پورې تړلي افراد او کړۍ خو هېڅکله هم د هېواد او هېوادنیو ګټو دفاع نشي کولای. د هېواد ګټو ته مخلص کسان په هر هېواد کې مهم دي او همغوی دا ګټې ساتلای شي. زموږ په هېواد کې دا څلور لسیزې یو طوفان روان دی، دې طوفان زموږ ډېر شخصیتونه را نه واخستل، زموږ هېواد یو غریب هېواد دی، دغسې پېښې که په هر هېواد کې وشي، هغه هېواد ته ډېرې خطرناکې جوتېدای شي؛ خو زموږ د بېکسه هېواد لپاره ډېر زیانمنوونکي دي. حکومت دې د سویې په خوب نه ویده کېږي را ویښ دې شي، خپل مسؤولیت دې وپېژني، که یې نه شي کولای، ما دا پخوا هم لیکلي دي چې تر ټولو ابرومندانه لار یې یوه «نره استعفا» ده. دا ډېره ستره ګناه ده چې یو څوک د کوم کار د ترسره کولو جوګه نه وي؛ خو بیا هم پر هغې ټینګار کوي. که حکومت خپل مسوولیت ترسره کولای شي چا یې مخه نیولې او که یې نه شي کولای لکه دا یې چې جوته هم کړه، نو دې دا پېټی په درنښت پر ځمکه کښېږدي.



t