ولسمشریز انتخابات او پر ځای پاتې اندېښنې!

ولسمشریز انتخابات او پر ځای پاتې اندېښنې!

ف، فایض

پتییل شوې چې ولسمشریز، ولایتي او د غزني له پاره د ولسي جرګې انتخابات ټول پر یوه وخت ترسره شي؛ خو د انتخاباتو کمیسیون یو خو خپل ظرفیت ته نه ګوري او هسې یو هوایي ډز وکړي او بل دا چې لکه څرنګه چې ادعا کوي مستقل نه دی. د کمیسیون مسؤولین او کمشنران هم ورځ تر منځ بدلېږي؛ نو دغسې یو کمیسیون څه ډول سړی د یوه خپلواکم کمیسیون په نامه و پېژني. تر اوسه د انتخاباتو څو تاریخه اعلان شول او بله ورځ بیا دا نېټه بدله شوه. زه اوس هم ویره لرم چې د میزان شپږمه نېټه چې د ولسمشریزو انتخاباتو نېټه اعلان شوې بیا تغییر و نه مومي؛ ځکه له اوسني حکومته د هر ډول بېځایه اقدام تمه کېدای شي، لکه چې د امریکا پر فشار یې هغه نور انتخابات وځنډول او یواځې ولسمشریز انتخابات یې را د مخه کړل. تر څه وخته خو داسې تمه کېده چې له طالبانو سره به د امریکا مذاکرات نتیجې ته ورسېږي او کېدای شي پر یوه موقت یا انتقالي حکومت توافق وشي؛ خو دې خبرې ارګ هم اندېښمن کړ او پر انتخاباتو یې ډېر ترکیز وکړ. کله چې له طالبانو سره د امریکا مذاکرات ټکني شول؛ نو امریکا هم دې خوا ته را ماته شوه، خپله د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز یې کابل ته را واستوله او ارګ مېشتو او د انتخاباتو له کمیسیون سره یې غوږونه و جنګول او دا دی د جوزا پر اتلسمه (۱۳۹۸) د نوم لیکنې بهیر هم پیل شو. هغه څوک چې تېر ځل له نوم لیکنې نه پاتې وو او یا یې نوی قانوني سن پوره کړی د هغو نومونه به لیکل کېږي. دغه ټول اقدامات د دې خبرې غمازي کوي چې ارګ هم مصمم دی چې انتخابات به کوي. دا ښه خبره ده چې انتخابات وشي، دا کار به حتمي کېږي؛ ځکه بله لار نشته، د ولسمشر قانوني موده خو د جوزا پر لومړۍ نېټه پوره شوه؛ خو د یو لړ ستونزو او موانعو له لامله دی پر خپله دنده ناست پاتې شو او لکه یو قانوني ولسمشر عمل کوي؛ نوې مقررۍ، نوي بدلونونه او نور دا هر څه په کې راځي؛ خو اصلي ستونزه لا پر ځای ده او هغې اندېښنې ته لا چا ځواب ونه شو ویلای چې دا انتخابات به څومره شفاف وي او څومره به له درغلیو ډک وي. زه به دلته یوه دهقاني اصطلاح هم وکاروم چې هغې ته «وتره» وایي کله به چې موږ خصوصاً د اوبو د کموالي پر وخت ځمکې ته اوبه ورکولې نو سر ماښام به مو وتره وتړله اوبه به مو پر پټي را سمې کړې، بیا به مو چې اوبه را خوشې کړې؛ نو پڅپله به پټي ته ورتلې او اوبه کېده به. اوس چې زه ګورم ولسمشر لګیا دی څه وترې یې تړلې دي او د څه د تړلو په حال کې دی. د دې معنا دا ده چې کله هغه اوبه را خوشې کړي نو سیده به پټي ته ځي چې دی یې غواړي. ولسمشر ټول تدابیر سنجولي دي چې که په هر ډول کېږي، راتلونکي انتخابات به د ده په ګټه اعلانېږي او دی به یو ځل بیا د پنځو نورو کلونو له پاره په ارګ کې ناست پاتې کېږي؛ کورني تدابیر، له ګاونډیانو سره د اړیکو د ښه کولو هڅې، واشنګټن پخلا کول او پخلا ساتل او دې ته ورته نورې ټولې هڅې د همدې له پارې دي چې انتخابات به هغسې نتایج ورکوي چې ارګ یې غواړي.

له بلې خوا مخالف نوماندان هم یوه خوله نه دي لږ تر لږه سیاسي دریځونه سره ورته والی نه لري، هر څوک له دې نوماندۍ نه ځانګړي اهداف لري، که چېرې له ولسمشر نه پرته، حنیف اتمر، ښاغلی حکمتیار، ډاکتر عبدا… یا داسې نور نوماندان وګڼلای شو چې له ولسمشر سره تر ډېره مقابله کولای شي؛ نو دا نور خوارکیان خو هسې غواړي د شلو په کتار کې را وستل شي او وشمېرل شي او سبا ته په همدې نامه چې «پدرم سلطان بود» که دا نښه رښتیا وي چې زه هم نوماند وم باید یو څه نظر را ته وشي، یا چا چې ودرولې له هغو نه لاسته راوړې پیسې هم هضمول غواړي، دا خو جلا خبره ده؛ خو حقیقت دا دی چې دوی هم پر دې ښه پوه دي چې په ټولنه کې څومره وزن لري؛ خو د یادو دلایلو پر بنا نوماندان شوي، اوس ستونزه دا ده چې که دوی یو همت وکړي چې د ارګ د نوماند پر وړاندې سره یو شوي وای یو تن یې چې له هر پلوه یې د ارګ مقابله کولای شوای را د مخه کړی وای یو څه امیدواري به وای، خو اوس خو په دغسې حالت کې دغسې یو امید هم نشته او که وي نو یو کاذب امید به وي چې چندان زړه ورپورې تړل نه دي په کار.

ور ځه ولسمشر بیا ولسمشر شو…

که څه هم دا خبره خو به په سلو کې سل کول تر وخت د مخه وي، خو لکه د مخه مې هم چې ورته اشاره وکړه، د اوسني ولسمشر د اقتدار د تکرار امکانات ډېر ښکاري، ځکه ټول دولتي امکانات او وسایل ورسره دي، د ولسمشر په حیث له هر چا سره هر ډول معامله کولای شي لکه تېر ځل یې چې طالبان په دې تېر اېستل چې هغوی دې خپلو کې په خپلو سیمو کې انتخابات نه ګډوډوي او په مقابل کې به یې دی له امریکا سره امنیتي تړون نه لاسلیکوي؛ خو چې حاجت یې پوره شو، پر ارګ ور ننوت بیا یې خپل تعهدات هېر کړل، دا اوس چې طالبان دې ته نه حاضرېږي چې له حکومت سره خبرې وکړي، یو اساسي علت یې هم همدغه بې باوري ده چې ولسمشر غني یې پخپله باعث دی؛ خو که فرض کړو دا اوسنۍ غمیزه بیا پر افغان ولس تکرار شي نو څه به کېږي؟

که څه هم د ۲۰۱۴ تر انتخاباتو وروسته خو د ولسمشر غني پښو ته د ملي وحدت د حکومت زولنې ور واچول شوې، اجرائيه ریاست پرې تحمیل شو، سمه نیمایي کابینه پرې تحمیل شوه او په ډېرو اجراآتو کې مجبور و چې د اجرائيه ریاست خیال هم وساتي؛ خو که دا ځل دی په مستقله توګه ولسمشر شي او دا د اجرائيه ریاست «سټپني» د حکومت له شا نه لرې کړای شي، بیا خو به دی په مستقله توګه تصمیم نیسي، مستقلې معاملې به کوي او د معاملو په نتیجه کې به لاسته راوړي امتیازات بیا پر ډاکتر عبدا… او حنیف اتمر نه ویشي، بیا خو به د «میم زر ما ټوله زما» خبره وي، بیا نو تصور دا دی چې دی به داسې ګامونه اخلي چې څه ډول یې زړه غواړي. دې به دا ځل له کورني پلوه له چا سره معاملو ته اړ هم نه وي؛ ځکه دی بیا ځان نه شي کاندیدولای او بیا نه د چا ملاتړ ته ضرورت نه لري، زما په فکر دی به خپلې اصلي برنامې په دوهم ځل عملي کوي. دا برنامې به مسلماً ټولې د هېواد په ګټه نه وي، که وي بیا خو اندېښنه نه ده ورته پکار خو زه باور لرم چې دا برنامې به ټولې زموږ له عقایدو، ارزښتونو او د هېوادنیو ګټو سره په یوه کامله همغږۍ کې نه وي.

اشرف غني لکه پخوانی ولسمشر نه د شوروي پر وړاندې د جهاد له لیکو سره اړوند پاتې شوی، نه په ولس کې پاتې شوی، ده دغه موده څه په بیروت او نوره ټوله په امریکا کې تېره کړه او مسلماً لکه زلمی خلیلزاد دی هم حتماً د امریکا تابعیت لري او چې داسې وي، دی به هم تر ډېره د امریکا د ګټو او اهدافو په پام کې نیولو ته ژمن پاتې کېږي او دا اوسنۍ بدبختۍ به نورې هم مضاعف کېږي.

نو څه کول په کار دي؟

زما په اند اصلي او اساسي پوښتنه همدا ده، که موږ دې پوښتنې ته یو معقول ځواب پیدا کړای شو؛ نو ډېر مسایل پرې حل کېدای شي. زما په اند دې پوښتنې ته ځواب ماضي ته په مراجعې سره پیدا کولای شو. زه پخپله پر دې باور یم چې که د شوروي د تجاوز پر وړاندې زموږ ولس په مختلفو جهادي تنظیمو نه وای وېشل شوی او دجهاد یوه متحده جبهه جوړه کړای شوې وای او یوه قیادي شورا یې په رأس کې ودرول شوې وای وروسته به بیا خبره ترېنه نه شړېده؛ خو د مختلفو دلایلو په وجه دوی ډېر ماهرانه سره ووېشل شول او نتیجه یې هغه څه شو چې موږ ټولو ولیدل. زه اوس هم پر دې باور یم چې باید یوه همدغسې مجموعه جوړه کړای شي او دې مسالې ته د یوه ملي ضرورت په سترګو وکتل شي، د دې مجموعي اهداف باید مقطعي او د شخصي ګټو پر بنا نه وي سنجول شوي، که څه هم تر څه بریده پخوانی ولسمشر په یوه هدغسې لار روان ښکاري؛ خو باید دې کار ته سمې مټې را بډ وهي، زه باور لرم چې ولس به یې د خیر په دغسې یو کار کې پوره پوره ملاتړ وکړي، دا کار به که وکړای شي ډېر مثبت نتایج به ولري.