غزني کې ۵ تنه د تروریستي کړنو په تور ونیول شول

غزني کې ۵ تنه د تروریستي کړنو په تور ونیول شول

 

د غزني چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د بیلابیلو عملیاتو پرمهال پنځه تنه د تروریستي کړنو په تور ونیول شول.

ددغه ولایت د رسنیو دفتر لیکلي، دغو کسانو د ماین ایښودنې او د امنیتي کسانو په ترور کې لاس درلود.

یاد کسان د غزني د مرکز، خواجه عمري او اندړ ولسوالیو او د میدان وردګ ولایت اړوندو سیمو کې یې تروریستي فعالیتونه کول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

 


افغانستان، غزني
t