د حمدالله محب په مشرۍ د امنیتي سکتور د رهبرۍ ناسته کې ځینې پریکړې وشوې

د حمدالله محب په مشرۍ د امنیتي سکتور د رهبرۍ ناسته کې ځینې پریکړې وشوې

 

د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار په مشرۍ د امنیتي سکټور د رهبرۍ ناسته ترسره شوه.

د ملي امنیت شورا وايي، د امنیتي سکټور د رهبرۍ په حضور کې د افغانستان د ښاغلي حمدالله محب په مشرۍ امنیتي ناستې، له هر اړخیزو بحثونو وروسته د ځینو موضوعاتو په اړه پرېکړه وکړه.

سرچینه وايي، جلسې یو شمېر ولایتونو کې د سیمه ییزې اردو د ټولۍ ګانو ځای پر ځای کېدو او سمبالښت په څرنګوالي، د لوېدیځ زون د ولایتونو امنیتي وضعیت ارزونې او د اعلی سر قوماندانۍ په چارو کې د ملي امنیت شورا دفتر د معاونیت د شهیدانو کمېسیون په راپور بحث وکړ.

په دې ناسته کې امنیتي او دفاعي ارګانونو ته دنده سپارل شوې چې د امنیتي ځواکونو د معلولینو د لا زیات ملاتړ په خاطر دې هغوی ته په غیر محاربوي برخو کې د دندې او کار کولو زمینه او فرصتونه برابر کړي.

د یادې شورا په وینا؛ یاده غونډه کې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د هېواد د زړورو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې او لاسته راوړنې وستایلې. تر څنګ يې د افغانستان د خلکو د ارامۍ دښمنانو د ځپلو او ګواښونو د رفع کولو په اړه لازم هدایات ورکړل.


ملي امنیت شورا، افغانستان
t