غزني: د راي ورکوونکو د نوم ليکني بهير پيل شو

غزني: د راي ورکوونکو د نوم ليکني بهير پيل شو

غزني کې ټاکنو ته د رأيي ورکوونکو د نوم ليکني بهير نن رسما پيل شو.

د غزني د رسنیو دفتر وايي، والي وحيدالله کليمزي د نوم ليکني پر مهال له ولسونو څخه د پراخ ګډون غوښتنه وکړه.

ده له خلکو هیله وکړه څو د خپل غوره راتلونکي د ټاکلو په موخه د ټاکنو لپاره په پراخه کچه نوم ليکنه او ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

هغه وويل:

د غزني والي د نوم لیکنې پرمهال

«موږ به په ټول توان سره د ټاکنو لپاره د ښه امنيت تابيا ونيسو تمه لرو ولسونه په پراخه کچه ګډون وکړي او دخپل ولسمشر او وکيلانو په انتخاب کې ونډه واخلي.»

باید وویل شي چې غزني کې تیرځل پارلماني ټاکنې هم ترسره نه شوې. د انتخاباتو کمیسویون ویلي چې دا ټاکنې به له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو سره یوځای ترسره کړي.

غزني د هیواد هغه ولایت دی چې تیر میلادي کال د سختې جګړې شاهد و، ان وسله والوطالبان ښار ته ننوتي ول او د ښار ډیرې برخې یې نیولې وې.

 


افغانستان، غزني،