د باز او د ګیدړې مینه/ عزمت غرنی

د باز او د ګیدړې مینه/ عزمت غرنی

 

یوه ورځ ګیدړې باز ته د خپل ستړي ژوند څخه ډېرې ګیلې وکړې
لېوانو د لاسه، ډاډه بهر ګرزېدی نشم
په کور کې دننه هم تل د دوی د برید ډار راسره مل وي
ډېرې ستړیا وروسته که کوم ښکار پنجو ته راشي خو لېوان یې رانه سترګو په رپ کې لوټ کړي
هیڅوک مې همدرد نشته
سورلنډیانو سره خو مې بېخي تربګني ده
هر ځناور راڅخه ډډه کوي، وایي ته مکاره یې
لنډه دا چې ژوند نه تنګه یم

د باز زړه په وسوزېد
د ګیدړې په مکارو اوښکو
ښایسته لکۍ او په دلفرېب ګفتار یې مینه راغله
ژمنه یې ورسره وکړه
چې نن وروسته دې زه همدرد او ملګری یم
ګیدړه خوشالۍ نه په ټوپو شوه
او باز سره یې د کلکې ملګرتیا ژمنه وکړه
ګیدړې د غره ټول ځناور د باز په ملګرتیا خبر کړل
لېوان هم یو څه وارخطا شو
باز سره د چا څه زور
باز پخوا هم د ډېرو سرکشه لېوانو سترګې ورایستلې وې

ګیدړې له نن وروسته تیاره خوړه
ورځې به ډاډه زړه ګرزېده
او شپې به باز د ځالې لاندې غار کې په ارامه ویده وه
د غره هر ځناور غوښتل چې ګیدړې سره ملګرتیا وکړي
ګیدړې هم ملګرتیاوې جوړې کړې
ان تر دې چې لېوانو او خطرناکه مارانو سره هم
باز منع کوله خو بریالی نشو
باز ورته وویل ګوره دا مو دښمنان دي
او ته اوس هغو سره ملګرتیا کوې چا سره چې ما ستا په سر دښمني وکړه
یو څه موده همداسې تېره شوه
ګیدړې دا هېر شو چې دا هر څه د باز له برکته دي
او خپل سرې شوه، کله کله به یې باز هم ګواښل
ګیدړه د غرور په اوم اسمان کې وه
یوه ورځ یې باز ته وویل
زه چې څه یم پخپله یم
تا مرستې ته کومه اړتیا نلرم
خپل کار او ژوند دې کوه
او مهرباني وکړه ما هم خپل ژوند ته پرېږده

باز یوه تېره کړیغه له ستوني ویستله
انګازې یې په شا و خوا غرونو کې خپرې شوې
لرې ډېر لرې او لوړ والوت
د دنګ غره په دنګه څوکه استوګن شو

ورځې شپې تېرې شوې
لېوان او ټول ځناور د باز او ګیدړۍ په بیلتون خبر شو
د ګیدړې ژوند بیرته په شا وګرزېد
اوس یې ورځې لېوان نه پرېږدي
ماښامي مهال پټه راوځي
اسمان ته خوله ونیسي او په
ژړا ژړا باز ته چیغې وهي
چې راکوز شه
خو باز یې نه اوري
باز ترۍ تم دی
ځنګلي چرګان وایي، ګیدړه په چیغو یوازې مونږ ډاروي
سور لنډیان وایي مونږ ته خپل زور راښایي
انسانان وایي له خدایه رزق غواړي
څوک څه او څوک څه وایي
بس یوازې ګیدړه پوهېږي
چې هر ماښام چیغې چا ته او څه لپاره وهي…


د باز او ګیدړې مینه