غزني – ده يک: وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

غزني – ده يک: وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

په غزني کې وسله والو طالبانو  ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړل شوی دی.

ددې ولایت د رسنیو دفتر وايي، تيره شپه د ده يک ولسوالۍ په تاسنګ او شاوخوا سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې څلور ۴ وسله وال وژل شوي، څلور ۴ وسله وال ټپيان شوي دي.
په ياده نښته کې يو امنيتي سرتيرى وزل شوی او دوه تنه ټپيان شوي دي.

باید وویل شي چې غزني وروسته له هغه چې سقوط ته نیږدې او بیا وژغورل شو، هره ورځ ترې د جګړو او وژنو راپورونه ورکول کیږي.

همداراز باید یاده کړو چې هلته افغان ځواکونه په پرلپسې ډول عمیات کوي، همدا نن هم ددغه ولایت چارواکو د تروریستي کړنو سره د تړاو په تور یو شمیر کسان نیولي دي.

 


افغانستان، ده یک
t