د شمالي ولایتونو ترمنځ د باوولینګ لوبي ترسره سوې

د شمالي ولایتونو ترمنځ د باوولینګ لوبي ترسره سوې

د مسئولینو په خبره د باوولینګ ملي لوبډلي ته د لوبغاړو پیداکولو دوهم پړاو سیالۍ پرون سې شنبه د شمالي ولایتونو ترمنځ په کابل ترسره سوې، چي موخه ئې ورڅخه افغان باوولینګ ملي لوبډلي ته د غوه لوبغاړو موندل وه.

د افغانستان د باوولینګ فدراسیون مسئولین وايي، چي دا سیالۍ د یوې ورځي لپاره ترسره سوې، چي د شمالي ولایتونو څخه پکښي ۱۶ قوي لوبغاړو ګډون کړی وو.

د دوی په خبره، چي د باوولینګ په دې سیالیو کي عبدالله نوري د ۵۳۷ نمرو په خپلولو سره لومړی مقام، فهیم قادري د ۵۲۳ نمرو په خپلولو سره دوه مقام او فیض محمد فیض او محمد راطب بیا په ګډه دریم مقام خپل کړ.

څو ورځي مخکي کابل کي د باوولینګ ملي ټيم ته د لوبغاړو موندلو لومړی پړاو لوبي ترسره سوه سوې، چي پکښي غوره لوبغاړي ئې ملي لوبډلي ته انتخاب سول.

ټاکل سوې نن چهارشنبه د شمالي ولایتونو ترمنځ د شمال منتخبي لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه د ښځينه وو ترمنځ د باوولینګ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره سي.

صابر حمیدي


ورزش
t