څېړنه: ښځي کولای سي د ټلوېزيون سره په ويدېدلو خپل وزن زيات کړي!

څېړنه: ښځي کولای سي د ټلوېزيون سره په ويدېدلو خپل وزن زيات کړي!

ژباړه: رحمت الله حلمیار

يوې نوي څېړني ښودلې، هغه ښځي چي د شپې ټلوېزيون ته او ياهم په نورو روښانه اطاقونو کي ويديږي، د چاغښت او وزن زياتېدو سره تر ټولو ژر مخ کيږي.

دغه نوې څېړنه د روغتيا ملي انسټيټيوټ لخوا د ۳۵ او ۷۴ کلنو ښځو ترمنځ پر ۴۳۷۲۲ تنو ترسره سوې، چي ښيي، هغه ښځي چي په تاريکو خونو کي ويديږي، د هغو په پرتله ژر د چاغښت ناروغۍ سره نه مخ کيږي، کوم چي ټلوېزيون ته او ياهم لايټ لرونکو خونو کي ويديږي.

څېړنه تر ډېره د ياد شمېر ښځو پر وزن او بدني اندازه ګېرۍ ترسره سوې او څېړونکو هم له همدې طريقه معلومات راټول کړي دي.

په دغه نوې ۵ کلنۍ څېړنه کي معلومه سوه، چي د ۱۷ سلنه هغو ښځو چي د شپې ټلوېزيون ته او ياهم مصنوعي لايټ لرونکو اطاقونو کي ويدېدې، وزن يې د پخوا په پرتله ۱۱ پونډه زيات سوی و او هغه ښځي چي په تاريکو خونو او ياهم له کوټې دباندي تاريکو ځايونو کي ويدېدې، وزن يې د پخوا په پرتله لږ لوړ سوی و.


روغتيا