د افغان ماشومانو ستونزې؛ دوه ميليون له زده کړو بې برخې دي

د افغان ماشومانو ستونزې؛ دوه ميليون له زده کړو بې برخې دي

نن په ټوله نړۍ کې پر ماشومانو د سخت کار د مخنيوي ورځ ده، دا ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې لا هم افغانستان د ماشومانو لپاره د سخت کار له پلوه ستونزمن هېواد دی.

د افغانستان ډېره برخه ماشومانو په سختو کارونو بوخت دي. دوی د کورنۍ مجبوريتونو له امله اړ دي چې شاقه کارونه وکړي.

ډېری ماشومان چې د کور په نفقه پسې ورک دي زده کړې تر هم پاتې دي.

د افغانستان د کار ټولنيزو چارو وزارت وايي، اوس مهال افغانستان کې دوه ميليون ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

د ياد وزارت د مالوماتو له مخې، هغه ماشومان چې د زده کړو امکانات نه لري، ډېری يې په شاقه کارونو بوخت دي.

«د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي له دې ماشومانو سم نيمايي يې سخت کارونه کوي. ددې وزارت په وينا، د جگړې او بېوزلۍ له کبله کورنۍ اړې دي چې د زده‌کړو پرځاى پر خپلو ماشومانو کار وکړي.»

افغانستان اوس مهال ۱۵ ميليونه ماشومان ژوند کوي چې دا د ټول نفوس نيمايي برخه جوړوي.

د کار ټولنيزو چارو وزارت وياند رسنيو ته ويلي دي، په هلمند، بدخشان او کابل کې ډېری ماشومان په سختو کارونو بوخت دي.

عبدالفتاح احمدزي رسنيو سره خبرو کې ويلي دي:

«په ډېری ولايتونو کې ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي، خو هلمند، بدخشان او کابل هغه ولايتونه دي چې د نورو ولايتونو په پرتله پکې د هغو ماشومانو شمېره لوړه ده چې په شاقه کارونو بوخت دي.»

یونیسیف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې د معلوماتو له مخې افغان ماشومان نه یوازې کار کولو ته اړیستل کیږي بلکې ۳،۷ میلیونه یې له زده‌کړو هم بې برخې دي.

دې ادارې ویلي، افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.



t