د کرکټ ۱۵ ملي لوبغاړو ته د اپارتمانونو کيلۍ وسپارل شوې

د کرکټ ۱۵ ملي لوبغاړو ته د اپارتمانونو کيلۍ وسپارل شوې

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس ښاغلي عزيزالله فضلي او د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت د املاکو او اسکانو ريیس ښاغلي قیوم شمس لخوا د کرکټ ملي لوبغاړو ته د کورونو کيلۍ ورکړل شوې چې سربېره پر دې ورته کورونه هم وسپارل شول.

نن د افغانستان کرکټ بورډ مرکزي دفتر کې د رسنیو په حضور هغو لوبغاړو ته د دوه کوټو لرونکو اپارتمانونو کيلۍ ورکړل شوې چې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د وخت د ولسمشر له لوري د يوه فرمان له مخې منظور شوي وو.

د کورونو د کيلۍ د ورکړې پر مهال د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس ښاغلي عزیزالله فضلي له ولسمشر ځانګړې مننه وکړه او ویې ويل:

((ملي لوبغاړو واقعاً ولس ته ډېرې خوښۍ راوړې دي او د دوی حق جوړېده چې په خپل هېواد کې د خپلو کورونو خاوندان شي. زه له ولسمشر څخه ځانګړې مننه کوم چې دغه ملي لوبغاړي يې وستايل او هغه لوبغاړي چې له دې پروسې پاتې شوي دي، د هغوی پېشنهاد به هم موږ وکړو، تر څو هغوی ته هم دغه امتياز ورکړل شي)).

ښاغلي شمس وويل چې د هغه ۲ اتاقه اپارتمانونو د جوړولو چارې بشپړې شوې، چې ولسمشر يې د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت ته فرمان ورکړی و او نن دوی لوبغاړو ته کيلۍ ورکوي او کورونه ورته سپاري.

باید وویل شي چې د ۲۰۱۵ نړيوال جام او د ۲۰۱۴ نولس کلنو نړيوال جام ته د لوبډلو د لارموندنې په خوشحالۍ کې په ۱۳۹۲ کال کې د يو فرمان له لارې ولسمشر ملي لوبغاړو ته د غازي مير بچه خان مډال او د کورونو د ورکړې سپارښتنه کړې وه، چې مډالونه هغه مهال د جناب ولسمشر له خوا لوبغاړو ته ورکړل شوي ول، خو د کورونو ساختماني چارې د ښار جوړونې وزارت له خوا پيل شوې وې چې اوس يې کارونه بشپړ شول او ۲۷ لوبغاړو ته دوه اتاقه اپارتمانونه وسپارل شول.

د یادولو ده وړ ده چې په دغه ناسته کې د ټولو ۲۷ لوبغاړو له منځه نن ۱۷ لوبغاړو ته د کورونو کیلۍ وسپارل شوې چې پاتې لس کسان به د نړیوال جام له راستنېدو وروسته د دغو اپارتمانونو کیلۍ ترلاسه کړي



t