مريخ به ۲۴ ساعته لپاره په ژوندۍ بڼه وښودل شي

مريخ به ۲۴ ساعته لپاره په ژوندۍ بڼه وښودل شي

د امريکا د فضايي څېړنو ادارې يا ناسا ويلي دي، داسې ماموريت باندې کار کوي چې مريخ د نړۍ خلکو ته ۲۴ ساعته په ژوندۍ بڼه وښودل شي.

ساينس پوهانو په يوې نوې بېړۍ کار پيل کړی دی چې يوه غټه کمره به پکې هم ولګول شي.

د رسنیو د مالوماتو له مخې، په دې روباټيک ماموریت کې یوه هلي کاپټر ډوله وسېله هم شامله ده چې کمره له یوه ځایه به ځای ته انتقال کړ، خو دا وسایل به په ۲۰۲۰مېلادې کال کې د اټلس پنځم راکټ په وسېله دې سیارې ته استول کېږي.

ويل شوي دي، د دې وسیلې وزن ټولټال ۱۰۰۰ کیلو ګرامه اټکل شوی او په دې موخه استول کېږي چې په دې دا مالومه کړي چې هلته د ژوند کولو امکانات څومره برابر دي.



t