ډوهني، ناشناس او اصغر افغان 

ډوهني، ناشناس او اصغر افغان 

ليکوونکی: شریف الله شرافت

ډوهني په لوبه کې يو مسوليت په غاړه نه دي اخیستی. ډوهني په لوبه کې څو مسوليته په غاړه اخیستی دي چې يو يو درته وايم او په ګوته کوم يې:

۱ ډوهني ښه کيپر دي ۲ ډوهني ښه بيټسمين دي ۳ ډوهني ښه کيپټان و ۴ ډوهني ښه اداره او منیجمنټ لري په لوبه کې ۵ ډوهني ښه تجربه لري ۶ ډوهني غوره اخلاق لري ۷ ډوهني دننه لوبه کې د کوچ رول لوبوي ۸ ډوهني د انډيا کرکيټ ته کار کوي ۹ ډوهني په لوبه کې پريشر نه مني ۱۰ ډوهني اوس ويرات کوهلي روزي ۱۱ ډوهني اوس ويرات کوهلي ته د کيپټانی چل ورښيي ۱۲ ډوهني خپل هېواد او هېوادوالو ته لوبه کوي ډوهني نور په سلهاوو کمالونه لري.

يو ورځ د هندوستان او اسټرالیا لوبه وه، لوبه ډېره خراب شول اسټرالیا په ګټه روانه وه ويرات کوهلي کيپټان و ډوهني د لوبي په سکواډ کې هم نه و اخيستل شوی د لوبي په جريان کې د اوبو وقفه راغله د هندوستان د ټيم يو لوبغاړی ميدان ته اوبه وروړلي ډوهني د هغه لوبغاړي د لاسه اوبه واخيستلي او ميدان ته داخل شو د اوبو په بهانه يې ويرات کوهلي ته مشوره ورکړي. مګر بيا هم هندوستان کرکيټ بورډ ډوهني نه کيپټاني واخيستل ويرات کوهلي ته يې ورکړل.

وجه يې څه شي ده؟ وجه يې دا ده چې ډوهني نور زوړ دي که سبا ډوهني لوبه کې نه وي د لوبي اداره او منیجمنټ څوک کوي؟

معلوم خبره ده چې د هندوستان يو بل لوبغاړي به يې کوي. نو د هندوستان کرکيټ بورډ غواړي چې د ډوهني په شتون کې ويرات کوهلي وروزي او د ډوهني تجربي ورسره شريکي کړي او ګټه ځيني پورته کړي. راسه اوس نو موږ اصغر افغان ته چې کيپټاني يې ځيني واخيستل لکه فيلمرغ ببر شو او مرور شو. يو څه خو د ډوهني څخه زده کړه د وطن او ولس ميني ته يو څه فکر وکړه د خداي ظالمه تا خو زموږ لپاره ډېر څه کړي دي پر موږ معلوم دي ورک نه دي مګر ته هم د ځانه ناشناس مه جوړوه چې هر څه په اخير کې بې خونده کړي




t