په بيت الخلا کي د ټيلفون چارجولو پرمهال مړينه!

په بيت الخلا کي د ټيلفون چارجولو پرمهال مړينه!

ژباړه: عزت الله ذکي

د برتانيايي رسنيو د راپورونو له مخي، لندن کي يو کس تشناب کي د آيفون چارجولو پرمهال مړ سوی دی.

د راپورونو په اساس، دغه کس هغه مهال مړ سوی، چي د غسل کولو پرمهال يې آيفون استعمالاوه او په لامده بدن يې په برق کي موبايل کاراوه.

د رسنيو په حواله، دغه کس وروسته ترهغه مړ سوی، چي تشناب کي يې سينې ته نږدې آيفون چارج ته تړلی و او وروسته تر دې موبايل چارجر کي بسته اوبو ته لوېدلی، کله چي دغه کس غوښتل له اوبو څخه بيرته خپل آيفون راوباسي، نو برق نيولی او تر سختي سوځوني وروسته يې وژلی دی.



سيمه او نړۍ هر اړخيز او معلوماتي
t