ولسمشر: د سولې خبرو کې د افغان حکومت او امريکا همغږي زياته شوې

ولسمشر: د سولې خبرو کې د افغان حکومت او امريکا همغږي زياته شوې

 

ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل.

ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، په دغه کتنه کې چې په دلګشا ماڼۍ کې ترسره شوه، یوشمېر سیاستوالو او د سیاسي ګوندونو استازو، علماو، د مدني ټولنې غړو، ځوانانو، ښځو، د خصوصي سکتور استازو، په ملي شورا کې د خلکو استازو او ځینې دولتي لوړ پورو مقاماتو حضور درلود.

ولسمشر غني ډاکټر خلیلزاد ته د ښه راغلاست او د هغه هڅو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د سولې مشورتي لویې جرګې حکومت ته د لارې نقشه وړاندې کړې چې ګام په ګام عملي کېږي.

هغه همداراز زیاته کړه، د سولې خبرو په برخه کې د افغانستان حکومت او  د امریکا متحده ایالاتو همغږي زیاته شوې او په اساسي اودوامداره توګه متقابله اطلاع رسونه وجود لريِ.

ولسمشر وويل:

«په نړیواله کچه هم د دایمي سولې، باثباته او امن افغانستان لپاره مثبته فضا رامنځ ته شوې. هغه زیاته کړه، د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان حکومت، امریکا متحدو ایالاتو او اروپایي ټولنې ترمنځ رغنده بحثونه دوام لري او المان هېواد به د مهم اسانچاري رول ولري.»

ولسمشر څرګنده کړه، د ا فغانستان حکومت د سیمه ییزې اجماع رامنځته کېدو په موخه عملي پروګرامونه لري چې له تطبیق سره یې سیمه ییزه اجماع پیاوړې کېږي.

جمهوررئیس غني وویل، زمونږ ګډه موخه سولې ته رسېدل او د تاوتریخوالو ختمول دي او یوازې په واقع بینانه او منسجم حرکت سره دې موخې ته رسېدلی شو.

هغه زیاته کړه، د ټاکنو ترسره کېدل حتمي دی، ځکه له ټاکنو پرته د ولس اراده نه شي تمثیلېدلی.

وروسته د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد د جمهوررئیس له رهبرۍ مننه وکړه او وې ویل: د افغانستان سولې په اړه بین المللي اجماع رامنځته شوې، له همدې امله اړتیا ده چې د سیمي په کچه هم اجماع رامنځته شي. هغه زیاته کړه، د سولې پروسه همغږي او یووالي ته اړتیا لري.

ډاکټر خلیلزاد وویل:

 «اوس نوي پړاو ته دننه کېږو او د افغانستان په سوله کې د سیمې هېوادونو ونډه مهمه ده.د سیمې هېوادونو سره بحث شوی او هغوی ته ډاډ ورکړل شوی چې د افغانستان د سولې پروسه کې د هغوی د هېوادونو ونډه په پام کې نیول کېږي.»

په دغه کتنه کې سیاستوالو او د سیاسي ګوندونو استازو، علماو، د مدني ټولنې غړو، ځوانانو، ښځو، د خصوصي سکتور استازو او په ملي شورا کې د خلکو استازو د سولې په اړه پوښتنې مطرح کړې او ډاکټر زلمي خلیلزاد د هغوی پوښتنو ته ځواب ورکړل.

په پای کې جمهوررئیس له ټولو ګډونوالو او د هغوی د فعالې ونډې مننه وکړه وې ویل، نړیواله ټولنه دې اجماع ته رسېدلې چې پر افغانستان لنډ مهال نه، بلکې منځمهال او اوږدمهال فکر وکړي او د واضح لار نقشې له موجودیت پرته د افغانستان د پرېښودلو اراده وجود نه لري.


راپورونه او مرکې
t