په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی/دیرشمه – برخه

په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی/دیرشمه – برخه

مامون که څه هم چې بغداد ونیوه خلیفه شو خو د عربیت او عجميت سیاسي کشاله او د توربیرغ(عباسیان) او شین بیرغ(هاشمي) تربګني چې وروسته خلیفه معتصم اړ باسي څو ترکان دربار ته ننباسي، پخپل حال پاتی و.
یو له هغه څخه چې قومي(عربپالنه) ورته متوجه دی ابراهیم بن مهدي و چې یو شمیر عربو مشرانو د یوی غونډی په ترڅ کې خپل خلیفه وټاکه او مامون یې خلع کړ. چې دا پخپل وار مامون ته یو لوی چلنج و.
مامون بلاخره وتوانید چې په کال ۲۱۰ هجري کې ابراهيم بن محمد عبد الوهاب بن ابراهيم امام معروف په بن عائشه چې د ابراهیم مهدي په خلیفه کولو کې یې لاس درلود ونیوه او د خلافت د ماڼی په حویلی کې دری ورځی لاس تړلی لمر ته څملولو بیا مامون امر وکړ چې په قمچینو یې ووهی او زندان ته یې واچوی.
څه موده وروسته بن عائشه پدی تور د مامون په لاس ووژل شو چې ګویا غوښتل یې له زندان نه وتښتي.
د بن عائشه له مړینی وروسته هماغه کال خپله خلیفه مهدي ابراهیم په زنانه جامو کې ګرفتار شو، کله چې د نیولو خبر مامون ته ورسید هغه امر وکړ چې هماغه ښځینه جامو کې یې خلکو وښایاست ترڅو بني هاشم پوه شي چې په څه ذلت نوموړی ګرفتاره شوی.
خو نوموړی عفوه وغوښت او خلیفه هم معاف کړو، چې تاریخ د هغه یو منظومه قصیده هم ثبت کړی چې د خلیفه مامون په وصف کې ویل شوی. (پوره کیسه په تاریخ الکامل ابن اثیر ۱۷ جلد کې لوستلی شی)
ندوي د مامون د ولیعهد ټاکلو په اړه لیکې چې مامون له عاقبت اندیشی نه کار واخیست، د خپل اولاد پر ځای یې خپل ورور ابو اسحاق معتصم یې ولیعهد وټاکه سره لدی چې ټول پوځ د هغه د ځوی عباس بن مامون پلوی و، او د دی لپاره چې کومه ستونزه پیدانشي پخپلو لاسو یې ورته بیعت واخیست.
خو آیا لکه څنګه چې ذکر شو خبره همدا ده که دا قضیه تیاره څنډی هم لري؟
د دی لپاره مو نورو ماخذونو ته مراجعه وکړه چې خو مسله د الفاظو په توپیر تقریبآ یو ډول بیان شوی وه.
طبري په خپل تاریخ کې لیکي چې مامون نیم خامه خرما خوړلو له کبله بیمار شو چې دا بیماري یې په مړینی تمام شو، د ناروغی پر وخت یې خپل ورور معتصم راوغوښت او د مشرانو په مخ کې یې ورته وویل خدای ج خلافت تا ته درکړی.
کله چې فوځ خبر شو نو شور یې جوړ کړ پدی وخت کې معتصم خپل وراره یې وغوښت چې بیعت ورسره وکړی هغه هم بیعت وکړ او بیا لاړو د فوځ مشرانو ته یې وویل:
ما دخپل کاکا سره بیعت وکړ او تسلیم شوم.
ابن اثیر د سعد راوي له قوله لیکي کله چې خلیفه مامون ناروغه شو یو متحدالمال لیک یې ټولو حکمرانیو ته ولیکله چې امیرالمومنین خپل ورور معتصم خپل ځای ناستی وټاکله، بیا یې د خپل ځوی او مشاهرو، قضاتو، فقیانو او علماو په حضور کې بیعت وکړ.
ابو اسحاق ملقب معتصم بالله د خپل ورور مامون الرشید له مړینی وروسته په ۲۱۸ هجري کې د خلافت په کرسۍ کښیناست.
انځور: د عموریه معاصر د معتصم د لښکرو په وسیله.

لیکنه: اکبر شیر



اسلامي خلافت، دیرشمه برخه
t