ملابرادر مسکو کې د حامد کرزي سپکاوی کړی/خوشال خلیل

ملابرادر مسکو کې د حامد کرزي سپکاوی کړی/خوشال خلیل

د افغانستان او روسیې د سل کلنې کلیزې په مناسبت روسیه کې جوړه شوې ناسته کې د طالبانو مشر ملا برادر د پخواني ولسمشر کرزي سخت سپکاوی کړی و، ورته یې ویلي و چې موږ په ۲۰۰۱ کې تاته پیغام او سړي را ولېږل چې موږ وسلې او هر څه درکوو خو په موږ غرض مه لره خو تا موږ زندان کې واچولو، په امریکا دې خرڅ کړو او دې ته ورته نور سپک الفاظ یې ورته کارولي دي او حتا روسانو سره په ځانګړې ناسته کې یې د کرزي په ګډون اعتراض کړی او اجازه یې نه ده ورکړې.

موږ د ملي مشر سره د ملا برادر دا ډول چلند غندو ځکه همدا کرزی و چې پنځه شپږ کاله یې د ملا برادر د خوشې کولو لپاره په ځان شپه ورځ یوه کړې وه او څو ځلې پاکستان ته د هغه د خوشې کولو لپاره لاړ، اخر کې يې د کرزي دغه نیکې هیره او مسکو کې یې ورته په ښه نظر ونه کتل او کرزی او ځیني سیاستوال مجبور شول له نورو یوه ورځ مخکې مسکو د کابل په نیت پریږدي. 

کرزی زموږ پخوانی مشر دی او قانون کې یې ځای معلوم دی او موږ ته طالب له خوا دده سپکاوی د منلو وړ نه دی.

زه له دې کېسې لږ ناوخته خبر شوم مسوولیت مې وګاڼه چې وې غندم


لیکنه، کرزی او برادر
t