پکتیا کې د عملیاتو پرمهال وسلې او مهمات نیول ونیول شول

پکتیا کې د عملیاتو پرمهال وسلې او مهمات نیول ونیول شول

 

د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ په لواړي سیمه کې د ځایي امنیتي ځواکونو لخوا د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې چې د چهارشنبې په ورځ ترسره شول، له یوه کور څخه ۱۵ میله مختلف النوع سلاح، مخابرې، مهمات او تجهیزات نیول شوي دي.

د پکتیا رسنیز دفتر د مالوماتو له مخې دغه وسله او مهمات په یوه کور کې ځای پر ځای شوي وو او ټاکل شوې وه چې د تخریبي کړنو لپاره وکارول شوي چې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا یې مخه ونیول شوه.

سرچینه وايي، په دې تړاو نورې څېړنې لا هم جریان لري.

همدا راز د پکتیا ولایت په لجه منګل ولسوالۍ کې هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په جګړه کې دوه تنه وسله وال وژل شوي چې یو تن یې د ډیورنډ کرښې د پورې خوا د ترې منګل سیمې اوسېدونکی و.

د پکتیا د رسنیو دفتر په وینا؛ دغه نښته چې د چهارشنبې په مازدیګر رامنځته شوه، له وسله والو پرته پکې چا ته کوم زیان ندی اوښتی.



پکتیا، وسلې او مهمات
t